سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد خبریالانو مرکز وايي، په خوست کې درې نیول شوي خبریالان خوشي...

د خبریالانو مرکز وايي، په خوست کې درې نیول شوي خبریالان خوشي شول

تاند(یکشنبه، د ثور ۹ مه) د خبریالانو مرکز وايي چې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف د ادارې له لوري درې نیول شوي خبریالان خوشي شول.

دغه مرکز چې اوس له افغانستانه دباندې فعالیت کوي، نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې شپږ ورځې وړاندې اسماعیل سعادت، وحیدالله معصوم او احسان الله تسل د موسیقۍ د خپرولو او د ښځینه اورېدونکو تماس ته د ځواب ویلو په خاطر د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په غوښتنه نیول شوي وو.

دې ادارې ویلي و چې دا خبریالان به محاکمه کړي.

د بخښنې نړیوالې ادارې، د ژورنالیستانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې او د بې پولې خبریالانو ټولنې د دغو درو خبریالانو او دغه راز په غزني کې د ازادۍ راډیو د خبریال د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د قانون په خلا کې دی. د هر ولایت طالب چارواکي د جرم په اړه خپل بېل تعریف لري. په داسي حال کې چې په کابل کې لا هم ښځینه ویندویانې په تلویزیونونو کې لیدل کېږي، په خوست کې دا جرم ګڼل کېږي چې په راډیو کې د ښځې غږ خپور شي.

په ډېرو نورو مواردو کې هم د قانون د نشتوالي له کبله خلک نه پوهیږي چې د طالبانو لپاره څه ناروا او څه روا یا قانوني دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب