دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د جان بس له سفرونو د طالبانو هرکلی

د افغانستان په اړه د جان بس له سفرونو د طالبانو هرکلی

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري پاکستان او قطر ته د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر جان بس د تازه پلان شویو سفرونو هرکلی کړی.

هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، چې جانس بس په افغانستان کې د کار تجربه او له وضعیت سره یې ښه اشنایي لري او دوی دا ګڼي چې ګواکې امریکا د افغانستان واقعیتونه درک کړي او د دوی رژیم سره د مستقیم تعامل تیاری نیسي.

د نظري په باور، د امریکا بهرنی سیاست او دیپلوماسي د واقعیت ګرایۍ پر تیورۍ ولاړ دی او دغه هېواد به دې ته په کتو سره چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او د ده په وینا، واقعیت یې دي، دوی سره مخامخ تعامل ته مخ واړوي.

هغه له زیاتو جزیاتو پرته دا هم وویل، چې امریکا طالب چارواکو سره د مخامخو خبرو تمایل هم لري او ښایي نور د پاکستان او قطر چارواکو سره د افغانستان په تړاو د بحثونو او دوی ته یې په وسیله د پيغام استولو پر ځای مستقیمو تماسونو ته مخه کړي.

د نظري څرګندونې او د جان بس دا سفرونه داسې مهال دي، چې ویل کیږي په نږدې وخت کې د طالبانو د استخباراتو یو پلاوی هم قطر ته ځي او د امریکا استخباراتي استازو سره ویني.

د دغو لیدنو جزییات نه دي په ډاګه شوي او نه یې طالب ویاندویانو رد یا تایید کړی.

په وروستیو کې د طالبانو او سیمې هېوادونو تر منځ پر یو بل نیوکې لیدل شوي او یو شمېر هېوادونو د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو اندېښنه ښودلې، خو طالب چارواکو بیا د سیمې ۳ هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړي.

2 COMMENTS

  1. دا ډېر احمقانه کار دی چې بحث د افغانستان په سر کیږي او بحث له قطریانو او پاکستانیانو سره کیږي. دا په لوی لاس د افغانانو او افغانستان توهین دی. په افغانستان کې چې هر څوک واکمن وي،‌ نړۍ واله ټولنه او د ټولنې هر غړی هېواد باید مستقیما د کابل چارواکو سره خبرې وکړي. زه د قطر په رابطه ډېر نه یم پوه، خو پاکستان هېڅکله هم د افغانانو او افغانستان لپاره ښه نه غواړي. بله دا چې پاکستان همیشه د منافقت سیاست پر مخ بیایي. که امریکا پاکستان ته یو پیغام ورکړي چې دا طالب ته ورسوه، پاکستان یې په هغه شکل نه رسوي بلکې په داسې شکل یې اړوي چې د امریکا او افغانستان پر ځای د پاکستان ګټې په کې خوندي وي.‌
    په لنډو ټکو ویلی شو چې د امریکا په څېر یوه هېواد لپاره د افغانستان په موضوع د افغانستان له دښمن هېواد پاکستان سره هر ډول بحث مباحثه غلط کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب