Homeخبرونهپه ۱۷ ولایتونو کې د شدید ورښت وړاندوینه شوې

په ۱۷ ولایتونو کې د شدید ورښت وړاندوینه شوې

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) په داسي حال کې چې له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د تېرو څلور ورځو د ورښتونو او سیلونو له امله د ۸ تنو د مړینې خبر ورکوي، د هواپېژندنې اداره سبا (دوشنبې) د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د نورو شدیدو ورښتونو وړاندوینه کوي.

بدخشان، تخار، بلخ، سمنګان، پروان، کابل، پکتیا، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، خوست، ننګرهار، بامیان، میدان وردک، نورستان او لوګر هغه ولایتونه دي چې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې پکې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

له بلې خوا له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت نن رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د روان ثور له شپږمې را په دې خوا په تېرو ۴ ورخو کې د سیلونو او ورښتونو له کبله په ۱۵ ولایتونو کې د سر ومال تاوانونه پېښ شوي دي.

د دغه وزارت پر اساس، ۸ تنه مړه شوي، او درې ټپیان دي. همداراز ۱۴۰ کورونه نړېدلي او لسګونه جریبه کرنیزه مځکه، چې فصلونه پرې ولاړ وو، ویجاړه شوې ده.

له پېښو سره د مبارزې د وزارت ویندوی ملا جانان سایق ویلي دا زیانونه په کندهار، نورستان، بادغیس، غور، ننګرهار، میدان وردګ، هرات، سمنګان، پنجشېر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولایتونو کې اوښتي دي.

د مخکینیو سیلونو په شان په تېرو ۴ ورځو کې هم لږترلږه ۲۰ کیلومتره سړک وران شوی او ۳۰ څاروي تلف شوي دي.

د سایق په وینا، د وري له ۲۲مې نیټې څخه د غويي تر لومړۍ نېټې، د اورښتونو او سیلابونو له امله د مړو شمیر ۹۹ او د ټپيانو شمېر ۶۳ تنه ښودلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...