دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهطالب چارواکي: پاکستان ۸۰۰ افغانان پرون په زوره وشړل

طالب چارواکي: پاکستان ۸۰۰ افغانان پرون په زوره وشړل

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو چارواکو پرون له پاکستان څخه په جبري توګه هېواد ته د ۸۰۰ افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

یاد شوي وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون د تورخم بندر له لارې ۴۷ کورنۍ، چې د غړو شمېر يې ۲۶۸ تنه کېږي او د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۰۰کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۵۲۳ تنه کېږي په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ۲۳ تنه نور چې تازه د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شوي وو هم د سپین بولدک له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې راستانه شوي کسان تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتوو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې او همدارنګه هرې کورنۍ ته د دوی له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب