جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد سریلانکا الف لوبډلې په لږ توپیر د افغانستان الف لوبډلې ته...

د سریلانکا الف لوبډلې په لږ توپیر د افغانستان الف لوبډلې ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) د سریلانکا د کرکټ الف لوبډلې نن د افغانستان الف لوبډلې ته د (ډي ایس ایل) د میتود پر اساس د ۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

سریلانکا په ۵۰ اورونو کې، په داسي حال کې چې ۸ لوبغاړي یې بایللي وو، ۳۰۵ منډې هدف وټاکه.

افغان لوبغاړو د سریلانکا له لوري د ۳۰۵ منډو هدف د پوره کولو لپاره ښه بیټنګ وکړ خو د ورښت له کبله مخکې تر دې چې د افغانستان الف لوبډله ۵۰ اوره پوره کړي، په ۴۸ اور کې باران سبب شو چې لوبه ودرول شي.

افغان لوبغاړو په ۴۸ اور کې د ۷ لوبغاړو له بایللو وروسته ۲۷۷ منډې کړې وې.

د افغانستان لپاره ریاض حسن په ۱۱۵ توپونو سلیزه وکړه. دروېش رسولي بیا په ۷۰ توپونو ۷۵ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د سې شنبې په ورځ په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

د دواړو لوبډلو درېیمه مسابقه به د مې په ۳ نېټه د سریلانکا په کوربه توب ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...