دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد اقلیمي بدلون مبارزې ته له افغانستان سره د ۲۰ میلیونه یورو...

د اقلیمي بدلون مبارزې ته له افغانستان سره د ۲۰ میلیونه یورو مرسته

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي، چې د سویس د همکارۍ او پراختیا اژانس سره په ګډه یې افغانستان ته ۲۰ میلیونه یورو مرسته منظور کړې ده.

د اعلامیې له مخې، دا مرسته به د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې مبارزه کې ولګول شي.

ویل شوي چې د دې مرستو مصرف به د افغانستان ۴ ولایتونو ته ځانګړی وي.

ټولنې د دغو ولایتونو نومونه نه دي اخیستي، خو ویلي دې ته په کتو سره چې د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه خلک پر کروندو بوخت دي او اقلیمي بدلون هم کرنې ته زیات تاوان اړوي، مرستې به د همدې برخې پیاوړتیا ته وقف وي.

د اعلاميې له مخې، دغه مرستې به د سېلابونو د مدیریت، د طبيعي پېښو پر وړاندې د کليوالو د چمتووالي او د سېلابونو له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي، څو د ژوند د دوام لپاره یې د کرنې او مالدارۍ په حاصلاتو کې زياتوالى راشي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونودی چې د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو ډېر زیانمنونکي دي چې ورسره د مبارزې توان نه لري.

تازه، د طالبانو د پېښو ته د رسېدو چارو وزارت ویلي چې وروستیو سېلابونو د افغانستان مختلفو سیمو کې ۸ تنه مړه او ۳ تنه ټپيان کړي.

سرچینې د ګڼو مالي زیانونو خبر هم ورکړی.

سېلابونه، زلزلې، ورښتونه او نور طبیعي زیانونه تر ډېره د اقلیمي بدلون د اغېزو اړوند دي، چې افغانان یې په وروستیو کلونو کې زیات زیانمن کړي او اندېښمن کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې لپاره د طالبانو د رژیم مرستیال تېره اوونۍ وویل، چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره نړیوالو مرستندویانو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې برخه کې د ۳۲ پروژو د تمویل چارې ځنډولې دي.

طالب چارواکو پر نړیوالو نیوکه کړې، چې په دې برخه کې افغانستان سره سیاسي چلند کوي او د دوی د واکمنۍ له امله یې دا مرستې ځنډولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب