سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهنن په ټول افغانستان کې تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو ته د...

نن په ټول افغانستان کې تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي

تاند (دوشنبه، د ثور ۱۰ مه) له پولیو د پاک افغانستان ادارې اعلان وکړ چې سر له نن (دوشنبې) د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د ماشومانو واکسیناسیون پیلوي.

دې ادارې پرون (یکشنبې) په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې هم خپره کړې، ویلي چې د واکسین ترڅنګ به ماشومانو ته ویټامین اې (A) هم ورکړل شي.

د پولیو فري افغانستان یا له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې، ویټامین اې (A) د ناروغیو په وړاندې د ماشومانو د مقاومت د لوړېدو لپاره ګټور بللي دي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۰ میلیونه او ۷۰۰ زره تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو ته واکسین او د ویټامین اې کپسول ورکړل شي.

دا کمپاین به ۴ ورځې دوام وکړي.

افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې محوه شوې نه ده.

تېر کال د افغانستان په ننګرهار کې د پولیو ۶ پېښې ثبت شوې وې.

پولیو یا ګوزڼ داسي ساري ناروغي ده چې درملنه یې نه شته او یوازې د ماشومانو د واکسین په وسیله یې مخه نیول کېدای شي.

له همدې کبله د پولیو پر ضد په کمپاینونو کې تر پنځو کلونو کشر ماشومان واکسین کېږي.

د پولیو ویروس د ملا د تېر یا فقراتو ستون په منځ کې مهمې عصبي نسجونه په نخښه کوي او د انسان د فلج کېدو سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب