سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو نړیواله شورا نن د افغانستان په اړه تازه راپور...

د بشري حقونو نړیواله شورا نن د افغانستان په اړه تازه راپور ارزوي

تاند (۲ شنبه، د ثور ۱۰ مه) د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د ادعاوو له شدت سره، نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو تازه چمتو شوی راپور ارزوي.

په دې راپور کې راغلي چې طالبانو د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او زیانګالو خلکو د بشري حقونو د محدودولو لپاره څه باندې ۲۰۰ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې اعلان کړي.

د بشري حقونو د شورا پر وېب پاڼه د دغه راپور یوه لومړنۍ او له وړاندې ثبت شوې بڼه خپره شوې چې د افغانستان استازولۍ ورسپارلی.

دا غونډه نن داسې مهال کیږي، چې تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یوه خپاره کړي راپور کې طالبان په پراخه کچه د بشري حقونو؛ په تېره د ښځو او نجونو د حقونو په پراخ نقض تورن کړل.

د راپور په یوه برخه کې طالبان ان په ښځینه زندانونو کې پر یو شمېر ښځو په جنسي تېري کولو  او د هغوی په امیندواره کولو تورن شوي وو، خو طالب ویاندویانو دا راپور رد او بې اساسه وباله.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، میلیونونه نجونې او ښځې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو، کار او ګڼو نورو حقونو څخه بې برخې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب