پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهڅېړنه: کم خوراک د عمر د اوږدېدو سبب کېږي

څېړنه: کم خوراک د عمر د اوږدېدو سبب کېږي

تاند (دوشنبه، د ثور ۱۰ مه) هغه متخصصان چې د انسان د زړښت په اړه څېړنې کوي، وايي چې د کالورۍ کمول او په وقفه يي ډول روژه د عمر د زیاتېدو سبب کېږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهانو په لومړي وار په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې کشف کړه چې لږ خوراک د عمر د ډېروالي سبب کېږي خو دوی په تېرو ۹۰ کلونو کې د کم خوراک تجربې له راز راز چینجو رانیولې تر بیزوګانو پورې پر حیواناتو وکړې.

وروستیو څېړنو وښودله چې اکثره حیوانات په هغه صورت کې چې کمه کالوري ورورسیږي، په سرطان او نورو سختو ناروغیو، چې د زړښت سبب کېږي، لږ اخته کیږي.

خو له دې سره سره لا هم یو شمېر نا پېژندل شوي عوامل او یو لړ پوښتنې شته چې ځواب یې لا نه دی موندل شوی. لکه دا چې په دې برخه کې د مصرف شوې کالورۍ اندازه یا یې زماني دوره څومره اهمیت لري؟

ساینسپوهان حتي نه پوهیږي چې ولې لږ خوړل د عمر د اوږدېدو سبب کېږي.

د نیویارک ټایمز پر اساس، یو نظر دا دی چې په حجرو کې د کالورۍ محدودیت سبب کېږي چې د فزیکي ستریس زېږوونکو عواملو په وړاندې د حیواناتو انعطاف منل ډېر شي.

په دې برخه کې بله د پام وړ دا ده چې په انسان او حیوان کې د لږ کالورۍ د مصرف په اثر میتابولیزم سُستیږي.

ساینسپوهان په دې تړاو د مثال په توګه وايي:«د موټر د ټایرونو سرعت کم کړئ چې ټایرونه زیات دوام وکړي.»

همداراز د کالورۍ محدودیت بدن اړ باسي چې له ګلوکوزه پرته په نورو منابعو اتکا وکړي او دا د میتابولیزم له سلامتیا او په نهایت کې د عمر د اوږدېدا سبب کېدای شي.

 سره له دې چې په دې برخه کې له یوې پیړۍ راهیسي څېړنې کېږي خو لا هم اوږده لار لا په مخکې ده چې څېړونکي قطعي نتیجې ته ورسیږي او ووايي چې هماغسي چې کم خوراک د حیواناتو عمر اوږدوي د انسانانو هم اوږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب