چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره د ایران شرط

د کابل رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره د ایران شرط

تاند (۲ شنبه، د ثور ۱۰ مه) په کابل کې  د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي چې هېواد یې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره، د افغانانو اراده شرط ګني.

نوموړي د کابل له یوه خصوصي تلویزون سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې د طالبانو رژیم سره د ایران همکاري او اړیکې بېسارې دي، خو په وینا یې د دې لپاره چې ایران دغه رژیم په رسمیت وپېژني، دا موضوع د افغانانو له ارادې سره تړلې ده.

هغه له دې خبرې د خپل هېواد مشخص دریځ نه دی په ډاکه کړی، خو مخکې د ایران چارواکو په کراتو ټینګار کړی چې د طالبانو رژیم ټول ګډونه نه دی او باید ټول ګډونه او د ټولو افغانانو استازی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژيم ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، چې د ده په باور د دوی د رژیم جوړښت ټول ګډونه دی.

د ایران استازي او سفیر په تازه مرکه کې دا هم ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ګومارل کېدو مشروط ملاتړي دي.

په دې برخه کې د ایران شرط دا دی، چې د دغه ټاکل کیدونکي استازي صلاحیتونه باید معلوم وي.

د طالبانو رژیم بیا یو مخ د دې استازي د ګومارل کېدو مخالفت کړی او ویلي، چې دوی د یوناما ادارې په موجودیت کې د بل استازیتوب د ګومارل کېدو خلاف دي.

ایران د طالبانو له نږدې متحدو هېوادونو څخه دی، خو د نړۍ د ټولو هېوادونو په شان یې تر اوسه د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

3 COMMENTS

  1. له دغه رزیل شیطان صفته اخوند نه پوښتنه دا په کار دي چې، ایا تاسو د ایران د خلکو په استازیتوب رژیم چلوئ؟ په ایران کې ٤٥% اهل د سنت او جماعت معتقدین ژوند کوئ، ایا څو وزیران، والیان تا سو لرئ؟ دا خو څه کوي تهران دی نړۍیوازنې پایتخت دي چې، اهل سنت و جماعت یعنی مسلمانان د مسجد لرلو اجازه نلرئ. په افغانستان په بندي خانو کې هغومره بندیان نسته څومره چې د ایران شیطان صفته حرامیان یې هره ورځ اعداموئ. نو نه پوهیږم چې، د انسان په جامعه کې د ایران شیاطین فی الارض دی خلکو له ارادې نه مطلب د شمال لڼډغرې خو به نه وئ؟

  2. ایران ټاکنې لري او شور لري او اساسي قانون لري. نیمګړتیاوې به پکې زیاتې وي خو شته. زمونږه والا خو د بده مرغه کم عقل دي. دا د ښځو سره چلند يې کافي دی چې افغانستان تباه شي.

  3. د افغانستان حکومت ټولګډونه نه دی، ملا خو ملاګډونه تعريف پر ټولګډونه حسابوي، خو خبره دا ده چي دا مهال مو هیواد، اساسي قانون نه لري، ملي اردو نه لري، ملي پولیس نه لري او حتي ملي خوځښتونه نه لري، د واک پر اقتدار د یوې طايفې واکمني دي، که څوک خوله خلاصه کړي، دستي يې خوله ور تړي، یا د کفر ټاپيې ورته بندي کړي، یا يې د جمهوريت فاسد پاتې شونی ګڼي او یا هم د اسلامي شعايرو پر تمسخر يې تورنوي…

    طالب لپاره لا هم وختي دی چي له نشې حالت څخه راووځي؛ او واقعیتونو ته غاړه کښېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب