شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهفرید ملک له غلو وژغورل شو

فرید ملک له غلو وژغورل شو

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏جلال اباد کې د طالبانو د حاکمې ادارې ځايي چارواکي وايي، چې د کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړی فرید ملک یې له غلو ژغورلی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي:« د غلو شپږ کسیزې ډلې څلور تنه چې په يوې ريکشا کې سپاره وه په يو چيک پواينټ کې يو ميل تومانچې او برنچې سره ونيول شول، چې له څېړنو وروسته یې دوه ملګري نور د فرید ملک کور ته نږدې په يو بل کور کې وموندل شول.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې نيول شویو غلو اعتراف کړی، چې د فرید ملک په نوم د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي څخه يې د غلا کولو پلان جوړ کړی و؛ خو هدف ته له رسیدو وړاندې ونيول شول.

فرید ملک او تورنو کسانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...