شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم د عصري زده کړو په اړه خپلې سختې خبرې بیرته...

شېخ نديم د عصري زده کړو په اړه خپلې سختې خبرې بیرته واخیستې

تاند:( پنجشنبه، د جدي ۲۲) ‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې د لوړو زده کړو وزير شېخ ندا محمد ندیم د يو شمېر نړيوالو مرستندويانو استازو سره له ليدنو وروسته د عصري زده کړو په اړه خپلې سختې خبرې بیرته واخیستې.

نوموړي د دغه وزارت له لوري په يوه خپره شوې ويډيو کې ويلي، چې افغانستان د اقتصادي او نورې خپلواکۍ لپاره د عصري زده کړو پياوړتيا ته اړتيا لري.

د شېخ ندیم په وينا، دا اوس چې د افغانستان په سرحدونو کې سلګونه ناروغان له « بې عزتۍ» سره مخ دي، يو اصلي دليل يې د عصري زده کړو کمزوري ده.

ندا محمد ندیم مخکې د عصري زده کړو په اړه تر دې ويلي وو، چې د طالبانو جنګياليو ته به د الوزولو ماينونو د شمېر له مخې تحصیلي اسناد ورکړي.

هغه په تازه ويډيو کليپ کې د نجونو د زده کړو په اړه د خپلو مخکينيو څرګندونو رد او تاييد دواړه نه دی کړی.

معلومه نه ده، چې د نوموړي او نورو افراطي طالب مشرانو په فشار د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو تړل شوې دروازې به بيرته پرانيستل شي کنه؟

تېره اونۍ د يوناما د مرستيال په ګډون د يو شمېر نړیوالو مرستندویانو استازو له شیخ نديم سره، چې د طالبانو د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده له تر ټولو نیږدې کسانو څخه دی وليدل.

دوی شېخ نديم ته خبرداری ورکړی و، چې د ښځو د کار او نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د افراطي پریکړو دوام به له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو د دریدو سبب شي.

د طالبانو ځينو منتقدانو د شېخ ندیم وروستۍ څرګندونې د همدغو فشارونو پايله ګڼلې او ويلي، چې طالب مشرانو د ولس غوښتنو ته غاړه کينښوده، خو د ډالرو د بندیدو له وېرې به له خپلې سخت دریځۍ تېر شي.

3 COMMENTS

  1. لکه څرنګه چی د لمرپرست ګل د لمر دوړانګو په وړاندی ټوله ورځ رقص کوی. همدغه راز تالبی ملایان او دجعلی شریعت ټیکه داران د ډالرو په وړاندی خپلی جعلی فتوی بدلوی رابدلوی.

    کله عصری تعلیم او تحصیل ته د فحشا فتوی ورکوی او کله يی د وخت اړ تیا بولی او واجب بولی.

    خو همغه خبره ده چی هرشی تغیر کوی خو فطرت نه بدلیږی.
    تالبی ملایان او دجعلی شریعت ټیکه داران به همیشه د ډالرو او نورو امتیازونو د لاسته راوړلو لپاره خپلی فتوی بدلوی رابدلوی او د خپلو رقصونو انداز به د ډالرو د شرنګ سره برابروی خو ددوۍ تور جهالت او وحشت چی ددې جاهلانو په خټه کی اخکل شوی او ددوۍ فطرت يی جوړ کړی هیڅکه نه بدلیږی.

  2. شیخ نډیم په ماغزو وچ کلک لکه قدیم یا دحجر د دورې دوه زرو کلو پخوا انسانانو ته ورته دی . د نډیم په غوږ کې خبرې لکه بلا تشبیه ، بلا تشبیه ، خره ته چې يسین شریف وایی ، هېڅ اثر نه کوي .
    زمونږ بدبختی داده چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر داسې چاته سپارل شوې چې یو شپو ن یا هغه څوک چې هېڅ انساني تمدن یې نه وي لیدلي ، تر ده به هوښیار او د ځان او ملت په هکله ښه تصمیم ونیسي . افسوس او میلیون وارې افسوس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب