جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهيوه ډاکټره د رابعه بلخي روغتون رييسه معرفي شوه

يوه ډاکټره د رابعه بلخي روغتون رييسه معرفي شوه

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏د طالبانو حاکمې ادارې اوږده موده وروسته يوه ښځينه ډاکټره د کابل د رابعه بلخي روغتون رييسه ټاکلې او خپلې دندې ته ېې معرفي کړې ده.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي،چې دغه ډاکټره سیمین مشکین مومند نومیږي او نن رسماً د طالبانو د روغتيا وزارت د مرستیال حبیب الله آخند زاده حامد له لوري دندې ته معرفي شوه.

د طالبانو مرستيال وزير ويلي، چې دوی د نورو داسې مسلکي ګومارنو لپاره هم هڅه کوي.

طالبانو نه دي ويلي،چې د روغتون دغه رييسه ېې له کومې مرجع څخه ټاکل شوې ده.

د طالبانو د ځينو رياستونو تر مرستيالانو پورې ګومارنې د دوی د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم خبر ورکول کېږي.

د طالبانو په حاکمه اداره کې د ښځو پر وړاندې پراخ حساسيت او له دندو او زده کړو پر وړاندې يې خنډونه په ملي او نړيواله کچه سختو اعتراضونو سره مخامخ ده.

خو طالب چارواکو په دې اړه نیوکې رد کړي او ويلي، چې ښځې لا هم په ځینو ادارو کې پر دندو دي او د نورو د حقونو د ورکړې په اړه پر طرزالعملونو کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب