سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د طالبانو خلاف تبلیغاتي جنګ | هلال منصور

د طالبانو خلاف تبلیغاتي جنګ | هلال منصور

په جګړه کې عموماً ښکېلې خواوې د یو بل خلاف تبلیغ کوي او واقعیتونه تر ډېره په خپله ګټه ښيي. په حقایقو کې تر یوه حده تحریف کوي خو په داسې ډول چې په اسانه ثابتېدای نه شي. خو نن سبا د طالبانو مخالفانو داسې تبلیغاتو ته زور ورکړی چې نه یې عقل مني او نه ډیر دوام کوي.

همدا نن د طالبانو یوې سرسختې مخالفې ویبپاڼې (۸ صبح) ادعا وکړه چې د کابل په پُل سخته کې زوروه چاودنه شوې ده. یو ساعت یا ممکن دوه ساعته ډیرو ومنله چې چاودنه شوې ده. د ټولنیزو رسنیو او د ژورنالیستیکو ګروپونو برخوالو دا خبر له یو بل سره شریک کړ خو ژر څرګنده شوه چې نه چاودنه شوې او نه کومه بله پېښه.

د هشت صبح دا لومړی ځل نه دی چې دروغي خبر خپروي. دې ویبپاڼې په ځلونو تر دې لوی درواغ خپاره کړي چې وروسته بربنډ شوي دي.

همدا نن یې په یوه بل خبر کې ادعا وکړه چې د کابل پوهنتون د لیلیې نجونې محصلانې مسمومې کړای شوي دي او دا کار طالبانو کړی دی. کوم سالم عقل دا مني چې یو حکومت به په خپل لاس محصلانې مسموموي. د مسمومیت او هر ډول ګډوډۍ له کبله د طالبانو د حکومت صلاحیت تر پوښتنې لاندې راځي. د کاج ښوونیز مرکز د مرګونې حملې په خاطر ټول طالبانو ته د انتقاد ګوته نیسي چې ولې یې امنیت ونه ساتلی شو یا طالبان د امنیت په ساتلو کې ناکام شوي دي.

د اکثرو حملو اصلي هدف دا وي چې واکمن نظام او حکومت ناکام وښودل شي. د کابل په پُل سوخته کې د نننۍ چاودنې د دروغي خبر هدف هم همدا و چې طالبان امنیت نه شي ساتلی او ناامني په ډیریدو ده.

په دې کې شک نه شته چې د طالبانو حکومت ډیرې نیمګړتیاوې لري. تر ټولو لویه نیمګړتیا او د تنقید وړ خبره یې دا ده چې له شپږمه پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي. په دې مسله که طالبان هر څومره نقد شي او وغندل شي، څوک به یې جعلي تبلیغ ونه بولي. خو هغه څه چې دوی نه وي کړي، په دوی پورې تړل نه یوازې دا چې د چا خبره کوږ بار تر منزله نه رسیږي بلکې د طالبانو پر اصلي ستونزو نیوکې له شک سره مخامخوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب