جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د لعلونو پاچا دې په وطن پاتې شي| بشیر سایل

د لعلونو پاچا دې په وطن پاتې شي| بشیر سایل

دا دروغ دي چې وایي نړۍ پر انصاف ولاړه ده، کنه راشئ وګورئ!
موږ چې د کومې نړۍ بقا د انصاف په تله تلو، همدې نړۍ کې ډیری انسانان (!) انساني ارزښتونه د جهالت په لته وهي؛ خو عجیبه دا ده چې همدې جهالت ته د پرمختک او ټولنیز ژوند جامه ور اغوندي.
      دلته د انصاف په نوم بازارونه ودان دي؛ خو بد بختانه چې، دپېر او پلور معیار په کې چالاکي او دوکه ماري ده، په ښکاره خلک خر مهرې دسرو زرو په قېمت پلوري!!!
دا بازار یوازې او یوازې د توکو دپېر او پلور ګرم نه دی بلکې دلته د لعلونو غوندې  انسانان هم د بوسو په تول کې تللي!!!
 اخر سړی خپه شي دا کوم انصاف دی چې زموږ دوکتور دې د پردي وطن بچي ته د رڼا لار وښیي او دلته دې زما بچي په تیارو کې ژوند وکړي؟
مونږ باید دا درڼا لاروي، د رڼا مشالونه (خپل کادري وګړي) داسې وساتو چې، لکه د لارې مسافر چې د شپې په تیارو کې مزل کوي او له بلو مشالونو ګټه اخلي، حتمي ده چې د شپې په تیارو کې تلونکی به خپله ډ یو ښه ساتي.
 زموږ علمي کادرونه موږ ته همداسې ارزښت لري او باید یې ولري، کنه حتمي ده چې یوه ورځ به دا تیارې موږ د جهالت کندې ته ګوزار کړي.
 له ټولنیزو رسنیو خبر شوم چې زموږ علمي سټه، فرهنګي شخصیت، پوهاند دوکتور استاد لعل پاچا ازمون د چین هېواد د کوم پوهنتون علمي غړی شو.
 خوښ شوم چې شکر دی استاد خو به لږ تر لږه پښتو ژبه د نړۍ په یوه څنډه کې مروجه کړي؛ خو خپه پر دې یم چې موږ به د استاد تشه څنګه ډکه کړو؟
 پوهاند صیب لعل پاچا ازمون دا درې لسیزې دافغان زلمکیو دروزنې دروند بار په اوږو وړي او همداسې یې دپښتو ژبې له پاره  شپه او ورځ یوه کړې، ترڅو دغه ژبه له سیالۍ پاتې نه شي.
   استاد تر خپل عمره ډیر کتابونه چاپ کړي چې.
استاد دچين نړيوالو مطالعاتو پوهنتون د لېسانس او فوق الېسانس استاد ګومارل شوی ۔ استاد  په کابل پوهنتون کې د لېسانس ماسترۍ او دکتورا ننګرهار پوهنتون ماسترۍ په ګڼو پوهنتونونو کې لارښود او ازبکستان ختيځ پېژندنې پوهنتون استاد پاتې شوی۔ ادبپوهنې ژبپوهنې۔ شعر پوهنې۔ ادبياتو فلسفه۔ فولکلورپوهنې۔ سبکپوهنې۔ شيداپېژندنې۔ ادبتيوري۔ ادبياتو تاريخ او ,,,کې يې تدريسي کتابونه ليکلي چې په ګڼو پوهنتونونو کې تدريسېږي۔ 107 کتابونه يې چاپ شوي دي او 30 ورسره ناچاپه پراته دي۔
استاد وايي يو شمېر تنګ نطرو درس ته پرېنښود او بل يو دروغ يې ورپسې ويلي وو چې ده وسله وال ګرځول موږ ته د ده خاکساري معلومه وه
 استاد دفولکلوریکو ادبیاتو پر وچه ویاله کې داسې اوبه روانې کړي چې تر ډیره کالونه به دا اوبه وچې نه شي او داستاد له برکته د پښتو فولکلوریک ادب ویالې اوس پاخه سربندونه لري چې هغه د درانه استاد په دې برخه کې لیکل شوي کتابونه دي.
 پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون د ژورنالیزم په ډګر کې پېژندل شوې څېره ده او په دې برخه کې د ډیرو مجلو او اخبارونو دچاپ ویاړ لري.
استاد خپل ټول ژوند د افغان بچو د بیدارۍ له پاره وقف کړی وه/ده، دافغان شازلمو له پاره یې دهېواد په هره برخه کې څیړنیز ورکشاپونه او سیمینارو جوړکړي.
پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون ددې وطن د ناروغۍ ډېرې ښې نخسې لري، موږ باید دداسې دوکتورانو له نسخو او درملو ګټه واخلو او د رنځور وطن پر زخمونو ملهم او پټۍ کیږدو.
 زه د افغانستان له چارواکو هیله کوم چې دغسې علمي هستۍ دې د وطن په مهمو ځایونو کې وګوماري ترڅو وکولی شو چې خپل ګران هېواد افغانستان له نړۍ سره سیال کړو.
 په همدې هیله.
 څانګه به نن سبا کې ګل شي
 مایې په سر کې سرې غوټۍ لیدلې دینه.

2 COMMENTS

  1. د استاد په استعداد که شک نشته او باید خپل وطن که په عزت او وقار ژوند وکړی خو بدبختانه په تیر شل کلن اشغال که د استاد رول چندان ښه نوو، بلی یقینا ښه نوو.

    ملت بیداره دی خپل خلک پیژنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب