Homeخبرونهکندهار کې له موټرو د ط-الب مشرانو د عکسونو ايسته کیدو امر...

کندهار کې له موټرو د ط-الب مشرانو د عکسونو ايسته کیدو امر شوی

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۱۲مه)‏‌ ‏‏د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر د ښار او ټولو ولسوالیو اوسېدونکو ته له خپلو موټرو د طالب مشرانو او چارواکو د عکسونو د پاکولو امر کړی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:«که هرچا لګولي وه، پر چیک پاینټونو راګرځول کیږي او یاد انځورونه ورڅخه پاکیږي.»

طالب چارواکو د دې کار دليل نه دی ښودلی.

ويل کيږي،چې د طالب مشرانو زوړ نسل لا هم عکسونو سره حساسيت لري او د دیني احکامو خلاف ېې بولي.

له دې سره، د دې پریکړې دلیل د طالب مشرانو له عکسونو د ناسمې استفادې مخنیوی هم ګڼل کېږي.

د طالبانو ځوان نسل او چارواکي بیا له عکسونو، ویډیو ګانو او د ټولنیزو رسنیو په ګډون نورو عصري وسایلو سره لېواله دي او په منظم ډول ګټه ترې اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...