تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۱۲مه) د افغانستان تر اوولس کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله تاجکستان ته رسیدلې او تمریناتو ته تیاری يې پیل کړی.
د افغانستان د المپیک او بدني روزنې لوی ریاست وايي یادې سیالۍ د میزان پر دیارلسمه نېټه پیلیږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغانستان به په “H” ګروپ کې خپلې دوې لوبې د منګولیا او تاجکستان لوبډلو پر وړاندې ترسره کړي.
يادې ادارې هیله ښودلې،چې افغان لوبغاړي به يادې سيالۍ وګټي.