Homeخبرونهکندهار کې یوه پلار خپل ۳زامن حلال کړي

کندهار کې یوه پلار خپل ۳زامن حلال کړي

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۱۲مه)‏‌ ‏‏‏د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سیمه کې یوه پلار خپل درې زامن حلال کړي.

د سیمه ییزو خبریالانو د معلوماتو له مخې، دغه کس له پېښې وروسته خپل حلال کړي اولادونه په پټه د شپې په یوه هديره کي ښخ کړي دي.

سرچېنې وايي ،چې حلال شوي کسان د ۱۳، ۱۵ او ۱۶ کلونو تر منځ عمرونه لري.

د‌ طالبانو امنیتي ځواکونو د تورن قاتل د نیولو خبر ورکړی.

ويل شوي،چې نیول شوي سړي په لومړنيو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

ګومان کېږي، چې دغه کس په رواني ناروغۍ اخته دی.

د طالبانو له واکمنيدو او د فقر او اقتصادي ناورين او زیاتیدو سره د ورته پېښو او ځان وژنو خبرونه زیات شوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...