جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeادلیکوال او د کابل پوهنتون محصل بخت الله له ۱۱ میاشتې بنده...

لیکوال او د کابل پوهنتون محصل بخت الله له ۱۱ میاشتې بنده وروسته خوشي شو

 تاند(سې شنبه) ځوان فلسفي ليکوال او د کابل پوهنتون محصل بخت الله، چې څه باندې ۱۱ میاشتې پخوا طالبانو نیولی و، خوشي شو.

بخت الله د تېر کال د نوومبر په لومړۍ نیمايي کې درې ورځې نادرکه و، خو وروسته څرګنده شوه په أکتیا ولایت کې د طالبانو استخباراتو نیولی او سخت شکنجه کړی دی.

د نوموړي خپلوان وايي چې په توقیف کې ډیر زیات شکنجه شوی او حتي طالبانو یې د وژلو تصمیم درلود، خو دا چې موضوع یې رسنیزه شوه نو مرګ یې وځنډول شو.

نولس کلن بخت الله چې مور او پلار یې وخته وفات شوي دي او هیڅ ورور نه لري د ټولې کورنۍ یوازینی سرپرست دی.

د هغه له نیولو سره نه یواځې چې د هغه د کورنۍ غړي او خویندې خواشیني دي بلکې بې سرپرسته او بي ډوډۍ شوي هم دي.

طالبانو د نوموړي د نیولو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب