جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د عشق د کرم څلی/ارمان قريشي 

د عشق د کرم څلی/ارمان قريشي 

“بازار زما دی سود يې بل خوري
په ډېر غم به مه هېرږي”
ما کوم ښامار نه دی ليدلی خو زه يقين لرم چي رنګ به يې بلکل زموږ د زړونو په کاروان د مسلط شوي وګړو په څير وي، زه به د ژوند په نورو پړاوونو کي ضرور وخاندم خو زه نه شم کولای چي نن دي وموسيږم؛ ولي؟ چي دا نننۍ ورځ وه! يوه ځناور د خوښيو په رنګونو يرغل وکړی پر تور، سره او زرغونه رنګ، زموږ د هيلو پر رنګونو.
د يوې پېغلې په غاړه ځوړند اميل که هر څومره ارزانه شي خو که څوک په زوره لاس ورواچوي قيمت به يې د سر په بيه پرې کوي مګر هيواد د کومې پېغلې د غاړې اميل نه دی او نه يې قيمت د يوه سر په بيه ادا کيږي؛ دا تمدن دی تاريخ دی کلتور دی چي چا وران کړی بيه به يې د زرهاوو نسلونو په سرونو پرې کړي.
د يوه سرتيري په مټه را ټال ټوپک، يو رپانده بيرغ او د يوې پتمنې موسيقۍ په څادر کي نغښتې ملي نغمه د يوه روښانه جلال او جماله ډک هيواد ترجماني کوي خو مونږ به هيڅکله نه کړو هير يو بې سره تن، يو ړنګ شوی بيرغ، يوه ګونګه نغمه يوه توره ورځ نننۍ ورځ له ډاره ډکه د پيړيو پيړيو په څير اوږده او پردۍ ورځ.
هيواد د خټو څلی نه دي چي پکښي وخيژي وران يې کړي بيا يې په مردارو اوبو لوند کړي او له سره يې ورغوي دا د عشق د کرم څلی دی ورانول يې اسانه دي خو بيا رغول يې د زړه په خوږو کيږي خټه يې د وينې په خوله لنديدل غواړي د هر بنياد هره خښته يې د يوې مقدسې کوفړۍ پر سر دريدل غواړي.
 هيواد د کوم مئين ژوندۍ معشوقه هم نه ده چي له مرورتيا ورسته به يې خوشحاله کړي او بيا به د وصال شپې ورسره تيرې کړې د شګلنې خاورې بيا زرغوندل ډير په ګرانه وي محنت غواړي شپه او ورځ خو “په تياره کي د محنت برخه هم پرې وې” تاسو يوه تياره راوړه له وهمونو ډکه تياره ژوند اخستونکې تياره د غلامۍ تیاره” زموږ به هيڅکله نه شي هيره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب