جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+غواړم څېره دې په یاد وساتم

غواړم څېره دې په یاد وساتم

ژباړه: شمس الحق حیران

(يوه داسې عیني کیسه چې د ژوند په هکله ستاسو اوسنی لیدلوری بدلوي.)

یوه ورځ له هندي ملیاردر او د هند د نامتو کمپنۍ (ټاټا) له مشر رتنجي ټاټا څخه یو خبریال په یوه ټیلیفوني مرکه کې وپوښتل: “ښاغلیه، داسې څه مو په یاد دي چې په ژوند کې یې تر ټولو ډېره خوښي دربښلې وي؟”

رتنجي ټاټا ورغبرګه کړه: “زه په ژوند کې د خوښۍ له څلورو پړاوونو تېر شوی یم او بالاخره د ریښتینې خوښۍ په مانا پوه شوم.

لومړی پړاو: د شتمنیو او سرچینو راټولول وو. ما د ډېرې شتمنۍ او سرچینو په راټولولو سربېره بیا هم هغه خوښي ترلاسه نه کړه چې د زړه تسکین مې پرې شوی وي.

دویم پړاو: د ګران بیه او ارزښتناکو توکو راټولولو پړاو راغی. په دې پړاو کې هم، د ډېرو ګران بیه توکو له راټولولو وروسته پوه شوم چې د دې ټولو توکو اغېز هم لنډمهاله دی او خوند یې تر ډېره نه پاييږي.

ورپسې درېیم پړاو راغی. په دې پړاو کې مې یوه بې مخینې لویه پروژه ترلاسه کړه. دا هغه وخت و چې د هند او افریقا د انرژۍ د بازارونو ۹۵ سلنه ډيزل یوازې زما کمپنۍ عرضه کول او زه په هند او اسیا کې د فولادو د تر ټولو سترې فابریکې خاوند هم وم. خو په دې پړاو کې مې هم هغه خوښي ترلاسه نه کړه چې ما یې تصور کاوه او په موندلو پسې یې زما اروا لالهانده وه.

څلورم پړاو: یوه ورځ بالاخره زما د خوښۍ د موندلو پړاو (څلورم پړاو) راورسېد، هغه داسې چې یو ملګري مې رانه وغوښتل، ځينو بې وزله معلولو ماشومانو ته ویلچر واخلم. نږدې ۲۰۰ ماشومان به وو. ما له ځنډ پرته د خپل ملګري غوښتنه ومنله او دوی ټولو ته مې وېلچرونه وپېرودل. دا چې سوداګریزې بوختیاوې مې ډېرې وې، نو غوښتل مې دا وېلچرونه هغوی ته د خپل ملګري په لاس ووېشم.

خو ملګري مې ټینګار درلود چې زه هم ورسره لاړ شم او ماشومانو ته په خپل لاس وېلچرونه ووېشم. ورسره ومې ومنله او له ورسره ولاړم. هلته یوه لویه ډله معلول ماشومان راټول وو او په بې صبرۍ یې زموږ د ورتلو انتظار کاوه. د پروګرام په پیلېدو سره مې، یو – یو راوغوښت او په خپل لاس مې وېلچرونه ورکړل. ما د دې ماشومانو په څېرو کې د خوښۍ عجیبه څرک ولید. ما لیدل چې هغوی ټول په وېلچیرونه ناست دي، شاوخوا یې ګرځوي راګرځوي او ساتیری پرې کوي. هغوی دومره خوشحاله وو، چې تا به ویل، د لوبو د سترو انعامونو له ګټلو وروسته دا ګټلې ډالۍ او انعامونه له یو بل سره شریکوي او خوښي کوي. دا هغه ورځ وه چې ما په خپل وجود کې ریښتینې خوښي احساس کړه!

کله چې د وېش د پروګرام له پای ته رسېدو وروسته، له هغه ځایه په راوتلو کې و چې یو معلول ماشوم زما تر یوه پښو غبرګ لاسونه تاو کړل، هڅه مې وکړه چې په ډېره نرمۍ او مینه خپله پښه ترې راخوشې کړم، خو هغه اجازه نه راکوله، ټينګ راپورې نښتی و او په داسې حال کې چې معصومانه موسکا یې پر مخ خپره وه، په ځير ځير یې زما څېرې ته کتل او زما پښه یې ټینګه نیولې وه. له ماشوم مې وپوښتل: ګرانه، نور څه ته هم اړتیا لرې؟

ماشوم داسې ځواب راکړ، چې په اورېدو یې هک حیران کړم، نه یوازې حیران؛ بلکې د نوموړي ماشوم ځواب د نړۍ او ژوند په هکله زما لیدلوری په بشپړه توګه بدل کړ. هغه وویل:

“نور هېڅ نه غواړم؛ یوازې غواړم ستا څېره په یاد وساتم؛ تر څو په جنت کې له تا سره تر یو ځای کېدو وروسته دې یو ځل بیا ووینم او هلته یو ځل بیا درڅخه مننه وکړم.”

راځئ، په خپلو زړونو د مادي ګټې وټې پروت غبار وڅنډو، خپل رښتيني وجدان ته سرښکته کړو او فکر وکړو چې زموږ له مړینې او د دې ژوند او دنیايي کارونو تر شا پریښودو وروسته به په نړۍ کې موږ د کومو کارونو له کبله یادېږو؟

همدا نن له ځانه وپوښته، ایا ستا له مړینې وروسته به څوک وغواړي چې څېره دې یو ځل بیا وګوري؟!

یادونه:

عکس: رتنجي ټاټا ۲۵ کلن: رتنجي ټاټا ۸۴ کلن

1 COMMENT

  1. ډیره دعبرت کیسه ده الله ج دي مونږاوتاسوته هم داسي توانایې راکړي چې داړمنوکسانوپه شنډودمسکأسبب وګرزو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی