Homeخبرونهد ایران د امنیتي ځواکونو په حمله کې د زاهدان د جومات...

د ایران د امنیتي ځواکونو په حمله کې د زاهدان د جومات د وژل شویو شمېر ۸۰ ته ورسید

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۲مه) بلوڅ فعالان وايي، د ایران په زاهدان ښار کې پر لمونځ کوونکو د ایران د امنیتي ځواکونو د ډزو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۰ تنو ته رسیدلی دی.

د دوی په وینا په وژل شویو کې دوه ماشومان، چې یو ۱۲ کلن او بل ۱۴ کلن وو، شامل دي.

په داسې حال کې چې د ایران په بیلابیلو ښارونو کې د حکومت پر ضد اعتراضونه دوام لري، د جمعې په ورځ د ایران امنیتي ځواکونو د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز په زاهدان کې د سُنیانو پر جومات پر لمونځ کوونکو له یو مخې ډزې وکړې.

ایراني چارواکو د ۱۹ تنو وژل کېدا تایید کړې وه خو شاهدانو د مرګ ژوبلو شمېر زیات ښوده.

د زاهدان بلوڅانو د ایران د پولیسو د یوه قوماندان له لوري په چاه بهار کې پر یوې بلوڅې نجلۍ د جنسي تیري په خاطر تر لمانځه مخکې په زاهدان کې اعتراض وکړ او د همدې اعتراض له کبله پولیس جومات ته وردننه شول.

د زاهدان د سنیانو د جمعې امام مولوي عبدالحمید، چې حکومت پلوی دی او له حکومته معاش اخلي، ویلي و چې لسګونو امنیتي ځواکونو، چې ځینو یې شخصي جامې اغوستې وې، پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې.

ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان د والي په قول د ۱۹ تنو وژل کېدا او د ۲۰ تنو ټپي کېدا تایید کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...