جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد امریکا د استخباراتو رييس:د اټوم کارولو په اړه د پوتین خبرداری...

د امریکا د استخباراتو رييس:د اټوم کارولو په اړه د پوتین خبرداری دې جدي وګڼل شي

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۱۲مه)‏‌ ‏‏‏د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو رییس ویلیام برنز د اوکراین جګړې په ترڅ کې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري د اټومي وسلو د استعمال خبرداري ته په اشارې ویلي،چې په نیږدې وخت کې د داسې ګواښ د رامنځته کیدو کوم مدرک نه ویني،خو د پوتین اقدامات باید جدي وګڼل شي.

نوموړي سي بي ايس خبري شبکې ته وويل:« هر ګواښ باید جدي وګڼل شي، سره له دې چې د پوتین او نورو لوړپوړو روسي چارواکو څرګندونې غير محتاطانه او نا مسوولانه دي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څه موده مخکې ګواښ وکړ،چې په اوکراین کې له ناټو او متحدينو څخه ېې د روانې جګړې د ګټلو لپاره به د اټومي وسلو له استعمال څخه هم درېغ ونه کړي.

له دې څرګندونو وروسته، نوموړي روسیې سره د اوکراین د څلورو پخوا جلا شویو سیمو د بیرته یو ځای کیدو اعلان وکړ او مدعي شو، چې دا پریکړه د دغو سیمو د خلکو د یوې نظر پوښتنې په اساس شوې ده.

د اوکراين چارواکو د روسيې دا پریکړه غندلې او پر وړاندې ېې د دريدو خبر ورکړی.

1 COMMENT

  1. نن داسی خبرونه هم خپارول شول چی خیرسون ځینو سیمو کی اکراینو ځواکونو پرمختګ کړی، نو زما په ګمان اوس بیا امریکا غواړی چی اروپا مجبوروی چی له اکراین سره نظامی مرسته زیاته کړی او خپل ډالر د یورو او پونډ په وړاندی ارزښت یی لوړ کړی مګر اروپا او برتانیه چی څومره سیاست پوه کسان هم لری مګر داسی حالاتو کی خدای ترینه عقل اخیستی یعنی پدی نه پوهیږی چی موږ ولی د امریکا د سیاست قربانی شوو نو دوی خو لازمه وه چی د ناټو په شان ځانته یو نظامی ځواک جوړ کړی ترڅو امریکا هلته ګډوډی زمینه نه وای برابره شوی امکان دی ولری کچیری روسیه کوم اتومی برید کوی نو لومړی جرمنی بیا برتانیه او فرانسه تر برید لاندی نیسی ځکه د روسیی او امریکا ترمینځ واټن زیات دی او امریکا نشی کولی روسیی ته کوم ګواښ پیدا کړی نو غواړی چی اروپا او برتانیه له روسیی سره او ټایوان، جنوبی کوریا او جاپان له چین سره او ایران، پاکستان هند په خپل مینځ کی ښکیل کړی ځکه خو باجواه امریکا ته د ۷ ورځنی سفر لپاره تللی
    هیڅ وخت امریکا بیا ځلی نغواړی چی دلته راشی خو کیدای شی اوسنی نظام ته د ځینو ډلو په وسیله د پاکستان په مرسته ګواښ جوړ کړی خو افغانانو ته یوالی پکار ده ځکه پنجاب زموږ د پښتنو بی اتفاقی څخه مثبته ګټه پورته کوی باید موږ او تاسی که کوم قدرت لرو یا نلرو باید د افغانستان لپاره یو ملی بحث ته ځانونه آماده کړو ترڅو ولس د پنجاب او غرب شومو اهدافو خلاص کړو
    موږ په نړیواله کچه باید د پنجاب ټول جنایتونه هغه که په ۴۵ کلنه جګړی په دوران کی وو او که په تیر ۲۰ جګړی او اوسنی نظام په وړاندی دوام ورکړی په هر ګوټ د نړی په یوه غږ چی نړیوالو موږ د پنجاب له شره خلاص کړی کیدای شی په نړی کی داسی هیواد پیدا شی چی ددی ولس او حقیقی سیاسیونو غږ واوری بله لار نلرو ځکه اوسنی نظام کی اقتصادی وضعیت خراب ده او بیکاری بی حده زیاته شوی او عام ولس د لوړ قیمت پدی یو کال کی سر ټکوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب