جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهنړیوال شل اوره جام؛ افغانستان له بنګله دېش او پاکستان سره تمریني...

نړیوال شل اوره جام؛ افغانستان له بنګله دېش او پاکستان سره تمریني لوبې کوي

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۲مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې په استرالیا کې ده، تر نړیوال شل اوره جام وړاندې د پاکستان او بنګله دېش له لوبډلو سره دوې تمرینې سیالۍ وکړي.

په پام کې ده چې د افغانستان لوبډله د روان اکتوبر په ۱۷ مه او ۱۹مه د بنګله دېش او پاکستان له ټیمونو سره په تمریني سیالیو کې مخامخ شي.

د ۲۰۲۲ د نړیوال شل اوره جام ټول برخوال ټیمونه به تمریني مسابقې د ملبرن او بریسبېن په لوبغالو کې وکړي.

تمریني سیالۍ له هغې لوبډلې سره په پام کې نیول کېږي چې په یوه ګروپ کې نه وي.

څلور نورې لوبډلې به، چې نړیوال جام ته د رسیدو لپاره د نورو مسابقو ګټلو او غوراوي ته اړتیا لري، په اې او بي ګروپونو کې زیاتې شي.

د غوراوي لپاره به لومړۍ مسابقه د اکتوبر په لسمه د ویسټ انډیز او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ملبرن په جنکشن اوفل لوبغالي کې د اکتوبر په لسمه وي. وروسته به د سکاټلنډ او نیدرلنډ (هالنډ) او همداراز د سریلانکا او زیمبابوې ترمنځ سیالي وشي.

افغانستان په نړیوال جام کې له انګلیستان، استرالیا اونیوزیلنډ سره په اې ګروپ کې دی.

په بي ګروپ کې پاکستان، هند، جنوبي افریقا او بنګله دېش له یو بل سره مخامخ دي.

د افغانستان لومړۍ مسابقه به له انګلنډ (انګلیستان) سره د اکتوبر په ۲۲ مه وي. د افغانستان دوهمه سیالي د اکتوبر په ۲۶ مه له نیوزیلنډ سره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب