یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ مشر په یوه مرموز سفر امریکا ته تللی

د پاکستان د پوځ مشر په یوه مرموز سفر امریکا ته تللی

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۱۲مه)‏‌ ‏‏‏د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په يوه رسمي، خو مرموز سفر امریکا متحده ایالاتو ته رسیدلی.

 د راپورونو په اساس، هغه به په واشنګټن کې د لوړ رتبه امریکايي چارواکو سره لیدنې ولري.

د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي،چې جنرل باجوه د امریکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د پوځي چارو سلاکار جنرل بېرامی ډیوپ سره لیدلي.

د جنرال باجوه د سفر په اړه په رسمي ډول ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي،خو ويل کيږي چې هغه به په امريکا کې یوه اونۍ تېروي او چې د نورو امریکايي چارواکو ترڅنګ به د دغه هېواد د دفاع وزیر لواېډ اسټن سره وويني.

باجوه په داسې حال کې امريکا ته په سفر تللی،چې راتلونکې میاشت ېې د پاکستان د پوځ د مشر په توګه دنده پای ته رسیږي.

له دې سره، د پاکستان تر کنټرول لاندې ځینو قبايلي سيمو کې د پاکستان د پوځ خلاف د بریدونو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

د پاکستان د تحريک طالبان په نوم ډله دغو ادعا شویو بریدونو او تلفاتو مسولیت پرغاړه اخلي.

پاکستان ادعا کوي،چې یاد شوی تحریک او نورې پاکستان ضدې ډلې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د دوی خلاف بریدونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد بيا د جیش محمد ډلې په اړه پاکستان تورن کړی،چې خپله دغه هېواد رامنځته کړې او تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې ېې پالنه کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي بيا په پاکستان کې شته اقتصادي ناورين ته په اشارې ویلي،چې دغه هېواد د افغانستان له بدنامولو سره غواړي چې له نړيوالو څخه په مختلفو پلمو اقتصادي مرستې تر لاسه کړي.

د پاکستان او افغان طالبانو د اړيکو ځینې منتقدین بيا باور لري،چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کیدو له ادعاوو سره غواړي د هغوی خلاف پر افغان خاورې د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د څارنې د زمینه برابرولو لپاره امریکا سره معامله وکړي.

امریکايي چارواکو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ويستو وروسته د افغانستان په فضا کې د خپلو بې پیلوټه الوتکو څارنې او بریدونو ته دوام ورکړی او د‌ همدغسې يوه بريد پر مهال یې په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړی.

د امریکا لوړپوړي چارواکي لا هم ټينګار کوي،چې په افغانستان کې ېې استخباراتي څارنه او د خپلو دښمنو ډلو د احتمالي فعاليتونو د ځپلو امکانات فعال ساتلي.

د افغانستان طالب حاکمان د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب په ګډون پاکستان تورنوي،چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته پر افغان خاورې د الوتنو لاره ورکوي.

پاکستان دا تور رد کړی، خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي په دې اړه امریکا سره د پاکستان د میلیونونه ډالرو د معاملې په اړه د ویډیویي اسنادو د لرلو ادعا کړې ده.

ښاغلي ستانکزي د پاکستان له لوري په دې اړه د خپلو خبرو له رد سره لا هم دغه ادعا شوې ویډیوګانې رسنیزې کړي نه دي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې امریکا ته د پاکستان د ټولواکه پوځ د مشر د مرموز سفر او پر دوی یې د احتمالي اغېزو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ وروستي سفير ملا عبدالسلام ضعیف،چې پاکستان د طالبانو د تېر رژيم په نسکورولو کې امريکا سره له همکارۍ وروسته امریکایانو ته د بندي په توګه سپارلی و، څه موده مخکې طالب چارواکو ته خبرداری ورکړ،چې د دوی خلاف د پاکستان نويو دسيسو او معاملو ته متوجه وي.

2 COMMENTS

  1. د تربیه شوو کمونیستانو په مرسته د لیونی شهید محمد داؤدخان تر مشرۍ خائینه کودتا او بیا وروسته مستقیمآ د شوروی په کومک د کمونیستانو له خوا مستقیمی خائینی کودتا را پدی خوا د افغان ملت تباهی اور دامریکا ډالرو باندی تربیه شوو قاتلو وحشی تنظیمونو اوورپسی تربیه شوو جاهلو وحشی خیټورو خچنو مرداړو طالبانو ږیرو له خوا په پوره جوش سره لا تر اوسه جریان لری اودی خائینی کودتا نه یوازی اوس د افغان ملت د لوږی او کاملی بی سوادی لپاره د اجنبیانو تر هدایت لاندی زمینه مساعده کړی دی بلکه اوس په علنی او رسمی شکل سره د میرمنو حقوق په ظالمانه شکل سره تر پښو لاندی کوی او قومی تفریقو ته د پخوا او اوسنۍ وحشت ترورونو بهترین مثالونه دی دا ټول روزل شوی ګروپونه مشترکه منبع لری تر څو چی دا وطن خرڅوونکی خارجی تربیه شوی مضر وایروس مکروبی ګروپونه موجود وی نو د افغان ملت افغانستان ټاټوبی شتوالۍ به ډیر دوام ونکړی ، بلی زه پوره باوری یم چی نږدی وخت کښی به افغان غیرتی میرمنی او افغان غیرتی بی سواده ملت به مجبوریږی چی د تربیه شوو کمونیستانو + تربیه شوو تنظیمونو او تربیه شوو طالبانو مقابل کښی راپورته شی دا ټول یاد ګروپونه د اجنبیانو تر رهبری اوس سره متحد دی یعنی کرزۍ ، عبدالله عبدالله ، غولبودین ( ګبدین ) او نور پلیتان دستوری کابل کښی پاتی شوی او د تنظیمونو ځینو تښتیدلو دوباره کابل ته تلل او ددوی ګرم استقبال د خیټورو طالبانو مردارو ږیرو له خوا او غربی کومک کوونکی سره د پنجابی پاکستان ددوی داسی ډرامیو ته خاموش پاتی کیدل او همدارنګه پوتین سره د طالبانو نږدی کیدل او د امریکا ډالرو جریان درلودل دا ټولی یادی نښانی ښکاره کوی چی د افغان ملت ازادی او افغانستان استقلال باید خاتمه را مینځ ته شی!!!!
    زه پوهیږم چی پلیت خرڅ شوی قاتل کمونیستان به پدی باره کښی بل ډول ډنډوری شروع کړی ( ځکه دا خرڅ شوی تربیه ظالم کمونیستان ځانونه د نورو مینځ کښی هوښیارتره تمثیلوی اما واقعیت ددوی باره کښی برعکس دی دوی د طالبانو څخه هم زیاتره جاهل دی ) اما لکه چی ویل کیږی سپی به غپیږی !!!!!!

  2. خیټوری کثیفی ږیری طالبان د ابتدا څخه تر اوسه پوری په درواغو ویلو لګیا او د بادارانو فرمان عملی کولو لپاره له هر ډول چټلی څخه ئی کار اخیستۍ دی او هم دی منافقت ته اوس هم وفادار دی دا چټلی بویناکی خیټوری ږیری د داعش وحشی قاتلی ډلی څخه هیڅ توپیر نلری او همدارنګه په هدایت تښتیدلو فاسدو قاتلو غلو سره دوی ګډ باداران لری او ددوی تر مینځ دا ګډوډ حالت ددوی مشترک بادار په وسیله پلانیز رامینځ ته کیږی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب