یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د هند پوځ په خپل هیواد کې له لومړنۍ جوړې شوې جنګي...

د هند پوځ په خپل هیواد کې له لومړنۍ جوړې شوې جنګي څرخکې کار واخیست

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۱مه) په هند کې له لومړنۍ جوړې شوې سپکې جنګي څرخکې څخه پرون (دوشنبه) د دغه هیواد هوايي ځواک کار واخیست.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د راجستان ایالت په جودپور کې د دې الوتکې د کارولو په مراسمو کې ګډون وکړ او ویې ویل دا الوتکه به د هند د هوايي ځواک جنګي قوت نور هم زیات کړي.

د دې څرخکې د ځانګړتیاوو په اړه ویل شوي چې د هوا او اقلیم په هر راز شریطو کې کار کوي، لوړه الوځي، سرعت یې ډیر دی او ګڼې نورې وړتیاوې لري.

دا څرخکه د هند (Hindustan Aeronautics Limited (HAL)) کمپنۍ جوړه کړې او پر یادو ځانګړتیاوو سربېره زغره والو ده او د شپې له خوا حمله کولی شي.

د سږ کال په لومړیو کې د صدراعظم نریندر مودي حکومت د کابینې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې په ۳۷۷ کروړ روپیو یا ۴۶ میلیون ډالرو ۱۵ دا ډول سپکې څرخکې رانیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب