جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهنوې ارزونه:د افغانستان ښوونيز نظام تر بل هر هېواد د‌ سقوط خطر...

نوې ارزونه:د افغانستان ښوونيز نظام تر بل هر هېواد د‌ سقوط خطر ته ډېر نیږدې دی

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۱۲مه)‏‌ د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په یوه تازه ارزونه کې د افغانستان د ښوونيز نظام د تر ټولو بد وضعیت خبرداری ورکړی او ویلي،چې په نړيواله کچه تر ټولو سقوط ته ډېر نیږدې ښوونيز نظام دی.

 ‏‏‏د‌ ياد شوي سازمان د تېر ميلادي کال په ارزونه کې د افغان ښوونيز نظام دغه خطرناک مقام څلورم و، خو سږکال لومړي مقام ته رسېدلی.

سوډان، سومالیا او مالي له افغانستان څخه وروسته د نړۍ درې نور هېوادونه دي،چې ښوونيز نظامونه یې په نړيواله کچه تر ټولو بد او سقوط ته نیږدې وضعیت کې دي.

په دغو څلور واړو هېوادونو کې ټولټال ۴۹ميليونه ماشومان د کرونا ويروس، جګړې او اقليمي بدلون د اغېزو له کبله په خطرناک وضعیت کې دي او د زده کړو لازم شرایط نه لري.

د ماشومانو د ژغورنې نړيوال صندوق سږکال په دويم ځل د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو د ښوونيزو نظامونو ارزونه کړې ده.

په سږنۍ ارزونه کولمبيا هغه هېواد دی،چې ښوونيز نظام یې تر بل هر هېواد ډیره مثبته وده کړې او ورپېښ ګواښونه یې منځنۍ کچې ته ښکته شوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، څه باندې یو کال کیږي چې نجونو ته له شپږم څخه په پورته ټولګيو کې د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

د‌ طالبانو دغه چلند د ځینو منځلارو طالب مشرانو ترڅنګ د دیني عالمانو، ملي او نړيوالو ادرسونو له سختو اعتراضونو سره مخ شوی.

تېره اونۍ د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د شته خنډونو د ختمولو لپاره زرګونه نجونو مظاهرې وکړې.

د طالبانو چارواکو د خپلې يادې پرېکړې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړي، چې خلکو د قناعت وړ نه دي ګڼلي او د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د ژر پرانیستل کیدو غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب