سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنن په هرات کې د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې رسماً پیلېږي

نن په هرات کې د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې رسماً پیلېږي

تاند (چهارشنبه،د سنبلې ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت د اعلان پر اساس، ټاکل شوې ده چې نن په هرات کې د ټاپي پروژه رسماً افتتاح شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې نن به د دې پروژې د پرانستونکو مراسمو په خاطر په هرات ښار کې عمومي رخصتي وي.

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د جوړېدو په پرانستونکو مراسمو کې د طالبانو او ترکمنستان یو شمېر چارواکي ګډون وکړي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د ترکمنستان کوم چارواکي په دې مراسمو کې برخه اخلي.

ترکمنستان ویلي چې دا نللیکه یې د افغانستان تر پولې رسولې ده.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سږ کال د جولای په ۲۷ مه ویلي و چې ډېر ژر به په هېواد کې د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه بشپړ او عملي چارې پیل شي.

امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې ویلي و چې د ټاپي نللیکي غځول یې د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

متقي د اګست په ۶ مه وویل چې د ټاپي پروژې د اجرا لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسیدلی او عملي کار به یې ډیر ژر پیل شي.

د ټاپي پروژې وړاندیز په ۱۹۹۰ لسیزه کې شوی و، خو په پروژه کې د شاملو هېوادونو ترمنځ یې د پلي کېدو هوکړه په ۲۰۱۰ کال کې وشوه.

په ۲۰۱۰ م یا ۱۳۹۴ لمریز کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هند د ولسمشرانو او لومړیو وزیران له لوري په ګډه پرانیستل شوه.
خو دغه پروژه له هغه وروسته په افغانستان کې د ناامنۍ او د ۱۴۰۰ کال د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.

 دا نللیکه ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او په جوړېدو سره به یې ترکمنستان ونډه والو هېوادونو ته په کلني ډول ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز صادر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب