سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکو مرسته کوي

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکو مرسته کوي

د اروپايي ټولنې د کړکېچ د مدیریت کمېشنر یانز لنارچیچ وايي، دوی پلان کې لري چې له افغانستان سره د شاوخوا ۱۰۰ ټنو اړینو طبي توکو مرسته وکړي.

نوموړي وایي یاده مرسته چمتو ده او ژر به افغانستان ته ولېږدول شي.

لینارچیچ نن سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا وسایل به په یوه بشردوستانه الوتنه کې کابل ته ولېږدول شي او په وینا دا په روان کال کې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د بشردوستانه هوايي الوتنو درېیمه الوتنه ده.

هغه زیاته کړه، اروپايي اتحادیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له دې لارې افغانستان ته ۳۷ الوتنې کړي او ۱۸۵۰ ټنه طبي توکي یې دغه هېواد ته لېږدولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب