سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کابل- غزني د دوهم سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل- غزني د دوهم سړک د جوړولو چارې پیل شوې

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي نن وویل چې ملا عبدالغني برادر د کابل – غزنی د لویې لارې د دوهمې برخې د جوړولو کار پرانیست.

طالبان وایي، د دې لویې لارې لومړۍ او دوهمه برخه، چې اوږدوالی یې ۱۱۱ کیلومتره دی کابل د میدان وردګ ولایت له سید اباد ولسوالۍ سره نښلوي.

طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، د دې پروژې په پرانستونکې غونډه کې عبدالغني بارادر او څو نورو چارواکو برخه واخیسته. عبدالغني برادر وایي، دا لویه لاره به نه یوازې مرکز له غزني، کندهار او نورو جنوبي او لوېدیځو ولایتونو سره ونښلوي، بلکې له ایران، پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره به د افغانستان پر سوداګرۍ هم مثبت اغېز وکړي.

د دې لویې لارې د پرانیستلو په مراسمو کې، عبدالغني بارادر په ترانسپورتي زیربناوو کې پانګونه د خپل حکومت له اساسي پلانونو څخه وبلله او ویې ویل چې د کابل – غزني لویه لاره د ترانسپورت په برخه کې د دوی د ژمنو په چوکاټ کې جوړیږي.

ده همداراز وویل چې د کابل – غزني دوهم سړک د هیواد د مرکز او جنوب ترمینځ اصلي پل دی، او دا به سوداګریز فعالیتونه اسانه او د توکو د لیږد وخت او لګښتونه کم کړي.

د طالبانو اقتصادي مرستیال له خلکو وغوښتل چې د پروژې د بشپړېدو په بهیر کې له دوی سره همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب