پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران وايي، په ۶ میاشتو کې ۲ میلیونه افغان کډوال باسي

ایران وايي، په ۶ میاشتو کې ۲ میلیونه افغان کډوال باسي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د ایران د پولیسو عمومي قوماندان وايي، په پام کې لري چې د روان کال تر پایه پورې شاوخوا دوه میلیونه “غیر مجاز بهرني اتباع” له خپل هیواده وباسي.

احمد رضا رادان نن (سې شنبې) ایراني رسنیو ته وویل چې په ایران کې د مهاجرو احصاییه اخیستل شوې ده خو نهايي شمېر یې باید د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د ادارې له لوري اعلان شی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي رادان وویل، «نژدې دوه ملیون تنه به سږکال له هیواده وایستل شي.»

ده په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل، هغه دوه میلیون افغانان به چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري د ۲۰۲۵ کال د مارچ د میاشتې ترپایه وایستل شي.

تر دې مخکې پرون د ایران د کورنیوچارو وزیر سکندر مومني په یوه مرکه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغانان بافرهنګه خلک دي خو زیاته یې کړه چې ایران دومره ډېر کډوال نه شي منلای.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په ایران کې پر افغان کډوالو غږ وکړ چې “په خپل هېواد کې کار وکړي او اباد یې کړي.”

مومني د “بهرنیو اتباعو تنظیم” په اړه په یوه تلویزیوني خپرونه کې وویل، «ایران نه د دومره ډېر شمېر کډوالو د منلو توان نه لري.»

سکندر مومني، چې تازه د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی، د خپل هیواد د پارلمان په غونډه کې اعلان وکړ چې د ده لومړی ګام به د ناقانونه او غیر مجاز مهاجرو ایستل وي.

تر دې مخکې د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان هم د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له افغانستان سره د پولې پر تړلو ټینګار کړی و.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا څلورنیم میلیون افغانان دېره دي چې ډېری یې قانوني اسناد نه لري، خو ایراني رسنۍ وايي چې اصلي شمېر تر دې ډېر زیات دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب