تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۹ مه) د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، نژدې ۳۰۰ افغان کډوال د پاکستان او عراق له زندانونو څخه تر خوشې کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپله رسمي ایکسپاڼه کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ، چې دا کسان د تېرې اوونۍ په لړ کې خوشې شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د نیمروز په ورېښم پُل، د کندهار په سپینبولدک، او د ننګرهار په تورخم کې د کډوالو د لېږد د څانګو له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې، ۱۱ تنه چې له ۶ ورځو تر ۳ میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې بنديان وو، د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي؛ ۱۶۴ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له ۲ تر ۹ ورځو پورې توقیف شوي وو، د تورخم له لارې راستانه شوي؛۱۲ تنه، چې له ۲ تر ۶ میاشتو پورې د عراق په زندانونو کې بندیان وو، د نیمروز ولایت د ورېښم پُل له لارې هېواد ته داخل شوي.