لیکوال: تمهید سیلانی
سریزه
په ژبپوهنه کې، د څپې یا سیلاب (syllable) جوړښت یوه مهمه موضوع ده چې د ژبې د غږونو د تنظیم، ترتیب او تلفظ لپاره اساسي اهمیت لري. څپه د ژبې د غږیزو واحدونو تر ټولو کوچنی بنسټیز جوړښت دی چې د تورو په یو ځانګړي ترتیب کې تنظیم شوې وي او د ژبې په غږیز نظام کې مهم رول لوبوي. د څپې د غږیز جوړښت مطالعه نه یوازې په ژبپوهنه کې اهمیت لري، بلکې دا د ژبني تلفظ او غږیزو اصولو په ښه پوهېدو کې مرسته کوي. هره څپه درې بنسټیزې برخې لري: آنست (Onset)، نیوکلس (Nucleus)، او کودا (Coda)، چې د څپې د پیل، منځ او پای برخې جوړوي. په دې مقاله کې به د څپې دا درې برخې په تفصیل سره وڅېړل شي او په پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو کې به د بېلګو په مرسته یې ځانګړتیاوې توضیح شي.
څپه څه ته وايي؟
په ژبپوهنه کې، “څپه” یا سیلاب د ژبې د غږیز جوړښت بنسټیز واحد دی، چې د غږونو په ځانګړي ترتیب کې تنظیم شوی وي. څپه معمولاً د یو خپلواک توري (vowel) په شاوخوا کې جوړېږي، چې د نورو ناخپلواک تورو (consonants) په ملتیا یو کوچنی غږیز واحد تشکیلوي. د هرې څپې جوړښت درې برخې لري: آنست (Onset)، نیوکلس (Nucleus)، او کودا (Coda). آنست د څپې پیل دی، نیوکلس یې مرکزي برخه ده، او کودا یې پای یا وروستۍ برخه ده.
د څپې په وسیله، د کلمو تلفظ او د هغو تنظیم اسانه کېږي، او د ژبې په طبیعي بهیر کې د خبرو کولو پر مهال د کلمو د غږیز جریان په منظم ډول وړاندې کولو کې مرسته کوي. څپه په ژبپوهنیزه توګه له دې کبله ارزښت لري چې د هغې له لارې د ژبې غږیز جوړښتونه پېژندل کېږي او ژبپوهان یې په مرسته د مختلفو ژبو د تلفظ او غږونو د سیستمونو مطالعه کوي.
آنست (Onset) یا څپې پيل پېژندنه
آنست (Onset) د سیلاب یا څپې لومړنۍ برخه ده، چې په یوه سیلاب کې د پیل غږونه تشکیلوي او له نیوکلس څخه مخکې راځي. آنست کې عموماً یو یا څو ناخپلواک توري (consonants) شامل وي، چې د سیلاب د پیل برخه مشخصوي. آنست د تلفظ د روانۍ لپاره مهم دی او په مختلفو ژبو کې د کلمو په لومړیو برخو کې ځانګړی رول لري.
آنست نه یوازې په پښتو ژبه، بلکې په انګلیسي او فارسي ژبو کې هم مهم دی. د بېلګې په توګه، په انګلیسي کې “st” د “stop”په کلمه کې د آنست برخه جوړوي. په فارسي ژبه کې هم آنست ډېر ارزښت لري، لکه “پ” د “پرواز” په کلمه کې چې د سیلاب پیل ګڼل کېږي. همدارنګه، په پښتو ژبه کې “ز” د “زوړ” په کلمه کې د آنست په بڼه راځي.
د آنست ځانګړتیاوې
آنست د څپې یا سیلاب په جوړښت کې ځانګړی ځای لري، او د هغه ځانګړتیاوې د هرې ژبې د غږیزو قوانینو سره سم بدلېدای شي. آنست په لاندې ډول ځانګړتیاوې لري:
– د تورو شمیر او ترتیب: په آنست کې ممکن یو یا څو توري شامل وي. په ځینو ژبو کې، آنست یوازې له یوه توري څخه جوړ وي، لکه په پښتو په ژبه کې “ک” د کور په کلمه کې. البه په پښتو ژبه کې آنست په مرکب ډول هم راتللی شي. په ځينو نورو ژبو کې آنست مرکب وي او له څو تورو څخه جوړیږي، لکه په انګلیسي کې “str” د “street”په کلمه کې.
– کانسونینټ یا ناخپلواک توري او خپلواک توري: آنست کې معمولاً ناخپلواک توري شامل وي، خو په ځینو ژبو کې آنست له خپلواکو تورو سره هم پیلېدای شي، لکه په ځینو هسپانوي کلمو کې چې د خپلواک توري سره پيلیږي. په پښتو او فارسي کې آنست اکثراً له ناخپلواک تورو څخه جوړیږي.
– د تورو جوړښت او د تلفظ اغېز: د آنست توري په سیلاب کې د روان او اسانه تلفظ لپاره اړین دي. د آنست جوړښت کولی شي چې د کلمې د تلفظ سرعت او بهیر اغېزمن کړي. د بېلګې په توګه، په انګلیسي کې دclap” دکلمې آنست “cl” په قوي تورو سره پیل کېږي، چې د کلمې تلفظ ته مشخص سرعت او وزن ورکوي.
د آنست ډولونه
آنست په عمومي توګه په دوه ډوله وېشل کېږي:
-ساده آنست: ساده آنست هغه دی چې یوازې یو توری پکې وي. په دې ډول کې آنست یوازې له یوه ناخپلواک توري څخه جوړېږي. د بېلګې په توګه، په پښتو کې “ک” د”کار” په کلمهکې یو ساده آنست جوړوي.
– مرکب آنست: مرکب آنست له دوو یا زیاتو ناخپلواک تورو څخه جوړ وي او په سیلاب کې یو پېچلی پیل رامنځته کوي. په انګلیسي کې دا ډول آنست ډېر عام دی، لکه “br” د”break” په کلمه کې او “pl” د”play” په کلمه کې. په پښتو او فارسي ژبو کې هم مرکب آنست شته چې بېلګې یې داسې وړاندې کولی شو: ” شپ” د شپږ په کلمه کې همدارنګه “شف” د شفدر په کلمه کې مرکب آنست جوړوي. په بله وینا یا عبارت سره ویلی شو چې په پښتو او دري ژبو کې کلسترونه د څپو په پيل کې مرکب آنسټ جوړوي.
نیوکلس پېژندنه
نیوکلس (Nucleus) د څپې یا سیلاب مرکزي برخه ده، چې د سیلاب جوړښت ته اصلي غږ یا انرژی ورکوي. نیوکلس عموماً یو خپلواک توری (vowel) وي، ځکه چې خپلواک توري د خپل غږیز ځواک له مخې کولی شي یو بشپړ سیلاب جوړ کړي. نیوکلس د هرې څپې زړه ګڼل کېږي او پرته له نیوکلس څخه د سیلاب یا څپې جوړښت بشپړ نهوي.
د نیوکلس ځانګړتیاوې
نیوکلس د لاندې ځانګړتیاوو له مخې پېژندل کېږي:
-خپلواک غږ یا ځواکمن توری: نیوکلس عموماً یو خپلواک غږ لري چې د سیلاب اساسي غږ جوړوي او د کلمې د تلفظ په بهیر کې مهمه ونډه لري.
– د سیلاب په جوړښت کې مرکزي موقعیت: نیوکلس د سیلاب منځنۍ برخه نیسي او آنست او کودا په ترتیب سره د نیوکلس شاوخوا ځای لري.
د نیوکلس ډولونه
نیوکلس په دوه اصلي ډولونو وېشل کېږي:
-ساده نیوکلس: ساده نیوکلس هغه دی چې یوازې یو خپلواک توری (vowel) وي، لکه په پښتو کې “ا” د “باران” په کلمه کې او “و” د “سور” په کلمه کې. په فارسي ژبه کې “ا” د ” خانه ” په کلمه کې او په انګلیسي ژبه کې “a” د “cat” په کلمه کې او “o” د “dog” په کلمه کې ساده نیوکلس جوړوي.
– مرکب نیوکلس: مرکب نیوکلس د دوو یا څو خپلواکو تورو له ترکیب څخه جوړ شوی وي او یو ډول ډیفتانګ (diphthong) رامنځته کوي. په دې حالت کې، په یوه څپه کې یو غږ په بل بدل شي، تر څو دواړه یو سیلابي غږ جوړوي. بېلګې یې په لاندې برخه کې لوستلی شئ.
فارسي ژبه:مرکب نیوکلس: “او” د “نوروز” په کلمه کې، “ای” د “خیر” په کلمه کې.
پښتو ژبه: مرکب نیوکلس: “او” د “زوی” په کلمهکې، “ای” د “سړی” په کلمهکې.
انګلیسي ژبه:مرکب نیوکلس: “oi” د “coin” په کلمه کې، “ou” د “house” په کلمه کې.
نوت: که چېرې د فارسي او پښتو ژبې د مرکب نیوکلس په بېلګو مو سر خلاص نشو، یاد کلمات فونیټک ته واړوئ تر څو موضوع درته ښه روښانه شي.
د کودا پېژندنه
کودا (Coda) د څپې یا سیلاب وروستنۍ برخه ده، چې د نیوکلس څخه وروسته راځي او سیلاب په پای کې پای ته رسوي. کودا معمولاً یو یا څو ناخپلواک توري (consonants) لري او د سیلاب غږیز بشپړتیا رامنځته کوي.
د کودا ځانګړتیاوې
کودا لاندې ځانګړتیاوې لري:
– د سیلاب په پای کې موقعیت: کودا د سیلاب یا څپې وروستنۍ برخه وي او د سیلاب پای ته رسولو کې مهم رول لوبوي.
د کودا ډولونه
کودا په عمومي توګه په دوه ډوله وېشل کېږي:
– ساده کودا: هغه کودا چې یوازې یو ناخپلواک توری لري، د بېلګې په توګه، “ر” د “کار او غر” په کلمو کې او “t” د “cat” په کلمه کې ساده کودا جوړوي.
– مرکبه کودا: چې له دوو یا زیاتو ناخپلواک تورو څخه جوړ وي، لکه په انګلیسي ژبه کې “nd” د”stand” په کلمه کې، “ند” د ” پند او خوند” په کلمو کې مرکبه کودا جوړولی شي.
پایله
د څپې یا سیلاب جوړښت د ژبې د غږیز سیستم په درک کولو کې مهم رول لري. څپه له آنست، نیوکلس، او کودا څخه جوړه ده، چې هره برخه یې په ترتیب سره د سیلاب پیل، منځ او پاییزه برخه تشکيلوي. د پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو په څېر بېلابېلو ژبو کې د څپې جوړښت د ژبې د تلفظ او غږونو د اصولو په ښه درک کې مرسته کوي.
ماخذونه
1. Crystal, D. (2008). *A Dictionary of Linguistics and Phonetics*. Blackwell Publishing.
2. Ladefoged, P., & Johnson, K. (2014). *A Course in Phonetics*. Cengage Learning.
3. Ohala, J. J. (1992). “The Role of Phonetics in Phonology.” *Proceedings of the International Conference on Spoken Language Processing*, 99-110.
4. SIL International. (2022). “Glossary of Linguistic Terms.”