سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهکرکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبلړۍ سبا چهارشنبه پیلېږي

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبلړۍ سبا چهارشنبه پیلېږي

تاند (سه شنبه د عقرب ۱۵مه) د بنګله‌دېش پر وړاندې ۳ یو ورځنیو سیالیو ته د افغان ملي لوبډلې چمتووالی روان دی.

دا سیالۍ په شارجه کرېکټ لوبغالي کې سبا چهارشنبه د عقرب په ۱۶مه پیلېږي.

په دې لوبلړۍ کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کېږی.

تر دې وروسته افغان ملي لوبډله د روان کال په ‌ډسمبر میاشت کې د زمبابوې پر وړاندې نړیوالې شل اوریزې، یو ورځنۍ او ټېسټ لوبلړۍ لري.

دا لوبې د زمبابوې په کوربتوب ترسره کېږي.

د زمبابوې پر وړاندې شل اوریزې نړیوالې لوبې به د روان کال د دسمبر میاشتې په نهمه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه او د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو هغه د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي؛ په داسې حال کې چې ټېسټ لوبې به یې له مهالوېش سره سم د دسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې او دویمه ټېسټ لوبه د جنوري په دویمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر شپږمې نېټې پورې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب