سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهامریکایان نن د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي

امریکایان نن د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي

تاند ( سه شنبه د عقرب ۱۵مه) نن سه شنبه امریکایان په ولسمشریزو ټاکنو کې د رایه اچونې لپاره د رایو مرکزنوته ځي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي.
دې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه ډونالډ ټرمپ او له ډیموکراټ ګوند څخه کامالا هریس نوماندان دي.

تر پرون دوشنبې پورې شاوخوا ۷۸ میلیون امریکایانو د ټاکنو له ورځې وړاندې رایه ورکړه، چې د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکنو د ټولو اچول شویو رایو نږدې نیمايي دي.

د NBC وروستۍ نظرپوښتنه ښیي، چې هریس او ټرمپ د رایو له مخې سره برابر دي.

دواړو نوماندانو له ټاکنو یوه ورځ مخکې د شمالي او ختیځو ایالتونو په ګډون د امریکا په یو شمېر مهمو ایالتونو کې خپل ټاکنیز کمپاینونه روان وساتل.

که ټرمپ بریالی شي؛ هغه به د امریکا لومړنی ولسمشر وي، چې د ولسمشرۍ له لومړۍ دورې وروسته د دوه‌یم پړاو ټاکنې بایلي او په درېیم پړاو ټاکنو کې بریالی کیږي.

دغه راز که د ولسمشر اوسنۍ مرستیاله کامالا هریس د نن ورځې ټاکنې وګټي؛ نو هغه به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وي، چې ولسمشره ټاکل کیږي.

د دوه ګوندي پالیسۍ مرکز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د روان کال په ټاکنو کې شاوخوا ۲۴۴ میلیون خلک د رایې ورکولو وړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب