Homeخبرونهپه کراچۍ کې پر چینايي وګړو په ډزو کې ۲ تنه ټپیان...

په کراچۍ کې پر چینايي وګړو په ډزو کې ۲ تنه ټپیان شول

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱۴ مه) د پاکستان تر ټولو په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې، دوه چینایي وګړي په ډزو ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، دې چینایي وګړي په یوه خصوصي فابریکه کې کار کاوه او د فابریکې یوه ساتونکي په دوی ډزې کړې دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا پېښه نن، د نوومبر په پنځمه نېټه، د کراچۍ ښار په “سایټ” مېنه کې شوې ده.

د کراچۍ د جنوبي زون د پولیسو مشر اسد رضا په یوه خبري ناسته کې وویل چې دا چینایي وګړي د “لیبرټي ټکسټایل” په فابریکه کې کار کوي او له ډیفنس سیمې څخه دې ځای ته راغلي وو.

هغه زیاته کړه چې سهار وختي کله چې دوی فابریکې ته ورسېدل، د دوی او یوه ساتونکي ترمنځ شخړه رامنځته شوه چې په پایله کې ساتونکي پرې ډزې وکړې.

رضا وویل چې پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي او د پېښې د علت په اړه معلومات راټولوي.

د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر، ضیاالحسن لنجار، هم د چینایي وګړو او ساتونکي ترمنځ د شخړې یادونه وکړه او د تورن ساتونکي د نیولو امر یې وکړ. ه

غه همداراز له شخصي امنیتي شرکتونو څخه وغوښتل چې خپلو ساتونکو ته د ذهني او فزیکي روغتیا په اړه دې مخکې تر مخکې معاینې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کراچۍ د “لیاقت نیشنل” روغتون ویاند تایید کړې چې ټپیان روغتون ته رسول شوي او د یو تن حالت نازک دی.

دا پېښه وروسته له دې کېږي چې چین په پاکستان کې د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره دې هیواد ته دامنیتي ساتونکو د لېږلو خبر ورکړ.

په پاکستان کې پر چینايي وګړو په ځلونو بریدونه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...