Homeخبرونهد امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به کله څرګندې شي؟

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به کله څرګندې شي؟

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱۵ مه) په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو معلومېدا په کالج الیکترول کې د دوو نوماندانو د رایو نژدې والي او د کلیدي ایالتونو په وضعیت پورې تړلې ده.

نو له دې امله د ټاکنو د پایلو په اړه تر نن شپې مخکې څه ویل ستونزمن کار دی.

دا احتمال شته چې د کلیدي ایالتونو د رایو شمېرل به د ۲۰۲۰ کال په څېر څو ورځې وخت ونیسي. د مثال په توګه، د اوسني ولسمشر جو بایډن بری په ۲۰۲۰ کال کې د ټاکنو له ورځې څلور ورځې وروسته اعلان شو. خو له بلې خوا ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د رایو د شمېرلو په لومړیو ساعتونو کې په الکټرول کالج کې خپل بری ثابت کړ.

په تیرو کلونو کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو ورځ په حقیقت کې له ورځې په “اوونۍ” بدله شوې ده ځکه چې هر ایالت د رای اخیستلو او شمېرلو لپاره خپل ځانګړي قوانین لري.

په ۲۰۲۰ کال کې د جورجیا او شمالي کارولینا د پایلې د ټاکنو له ورځې ۱۶ او ۱۰ ورځې وروسته اعلان شوې. سږ کال هم دغه دواړه ایالتونه د کلیدي ایالتونو په ډله کې دي. که د الکټرول کالج رایې د دې دواړو ایالتونو یا کوم بل کلیدي ایالت په پایلو پورې تړلې وي، نو ممکنه ده چې د ټاکنو پایله څو اوونۍ وروسته څرګنده شي.

البته، دا موضوع د کمالا هریس او ډونالډ ټرمپ د رایو په نژدې والي پورې اړه لري. له همدې امله، امکان شته چې د ټاکنو پایله د چهارشنبې په لومړیو ساعتونو کې معلومه شي، یا دا چې پایله ساعتونه، ورځې او ان اوونۍ وروسته هم روښانه نه شي.

1 COMMENT

  1. هیله ده دا انتخابات د امریکې د ” متحده ایالاتو ” وروستی انتخابات وی.
    د امریکائیانو فکری هندسه ګډه وډه سویده ضمناً د دواړو لویو ګوندونو د ستراتژیو او تاکتیکونو څرنګوالی یو د بل سره ډیر کیفی توپیر لری او ممکن دا توپیرونه د امریکی د هیواد په پراخه تجزیه بدل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...