سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د وسله والو بریدونو له امله ۱۶ تنو ته مرګ...

پاکستان کې د وسله والو بریدونو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند( سه شنبه د عقرب ۱۵) د پاکستان په خیبر پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان او کراچۍ کې د بېلابېلو بریدونو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

لومړۍ پېښه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د سپرلیو پر موټر په برید کې دوه کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.
د کوزې کورمې د احمدي شمع یوخ پولیس چارواکي رسنیو ته د نوم پټ ساتلو په شرط ویلي، چې پېښه ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه له پېښوره نه د پاړه چینار پر لور تلونکو د سپرلیو پر دوو موټرو شوې ده.

دوهمه پېښه په ډېره اسماعیل خان کې پر پوځې کاروان شوې، چې له امله یې یو پوځي سرتېری وژل شوی او ۴ نور ژوبل شوي دي.

درېیمه پېښه په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا جلا بريدونو کې وسلوالو يو پولیس او دوه ولسي وګړي وژلي دي.

چارواکي وایي په دې بریدونو کې د ماړي د تېلو او ګازو د کمپنۍ ۳ کارکوونکي هم ژوبل کړي دي.

بل لورته پرون دوشنبه د نومبر پر څلورمه وسلوالو په شمالي وزیرستان کې د ماړي د تېلو او ګازو ۳ کارکوونکي په یوه بريد کې ژوبل کړي دي.

په وروستۍ پېښه کې په کراچۍ کې د نومبر پر پینځمه دوه چينايي وګړي په ډزو ژوبل شوي دي.

د کراچۍ پوليسو د مشر دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا پېښه نن سهار د رخت جوړولو په يوه شخصي کارخانه کې داسې مهال رامنځته شوې چې د يو ځايي امنيتي ساتونکي او چينايي وګړو تر مينځ شخړه شوې چې وروسته د هغه په ډزو دوه چينايي وګړي ژوبل شوي دي.

تر پېښي وروسته ژوبل چينايي وګړي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پوليسو په وينا، تر پېښي وروسته تورن امنيتي ساتونکی تښتېدلی دی.

د کراچۍ پوليسو مشر وایي پلټنې يې پيل کړي او ډېر ژر به په پېښه کې ښکېل کسان ونيسي.

تر دې وړاندې هم پاکستان کې پر چينايي وګړو بریدونه شوي چې وروستی بريد د اکتوبر پر څلورمه وو، چې پکې دوه چينايي انجينران ووژل شول او يو چينايي او اته پاکستانيان ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب