سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهبرېښنا شرکت د برېښنا پخوانیو پوروړو ته خبرداری ورکړ

برېښنا شرکت د برېښنا پخوانیو پوروړو ته خبرداری ورکړ

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱۵ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د هلمند د کجکي بند د برېښنا ظرفیت به راتلونکی کال ۱۵۰ میګاواټه ته لوړ شي.

د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر ملي تلویزیون ته وویل، چې ۷۷ ترکي شرکتونه په بېلابېلو برېښنايي پروژو کار کوي چې ځینې د تخنیکي څېړنو په پړاو کې دي او پر ځینو عملي کار پیل شوی دي.

ده همداراز وویل، برېښنا شرکت په تېرو درې میاشتو کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پروژې ډیزاین کړي، چې پکې د باد، ګاز، ډبرو سکرو او لمریزې برېښنا پروژې شاملې دي.

پخوانیو چارواکو ته د شتمنیو د ضبط خبرداری

د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر له ملي تلویزیون سره په مرکه کې پخوانیو چارواکو او زورواکو ته خبرداری ورکړ چې که د برېښنا پورونه پرې نه کړي شتمنۍ به یې ضبط شي.

د ده په وینا،  د تېر نظام پر دولتي ادارو، چارواکو او زورواکانو ۱۳ میلیارده افغانۍ د برېښنا پور پاتې دی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا پورونه باید ادا شي، کنه قانوني ګامونه به واخیستل شي تر څو ملکیتونه د برېښنا ریاست ته وسپارل شي.

عمر وویل، دوی د وارداتي برېښنا پیسې پر وخت ادا کوي او په دې اړه له هېڅ بهرني هېواد څخه پوروړي نه دي.

تر دې پخوا هم برېښنا شرکت پخوانیو پوروړو ته خبرداری ورکړی و. ۲۰۲۲ په اکتوبر کې، برېښنا شرکت اعلان وکړ چې ۶۸۱ میلیون ډالره یې له پخوانیو سیاستوالو، شرکتونو او سوداګریزو کمپنیو څخه راټول کړي دي.

د جمهوري نظام په مهال یو شمېر قومي ټېکه دارانو، چې زورواکان هم بلل کیدل، د برېښنا بیلونه نه ورکول او ویل کېږي چې هغوی لا هم پوروړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب