د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) وايي چې جنګیالیو یې د نوشکي په قادر اباد کې د پاکستاني پوځ پر کاروان برید کړی چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۰ پوځیان وژل شوي دي.
د بي ایل اې له ادعا سره سم، په دې جګړه کې چې څو ساعته یې دوام وکړ، د دوی دوه تجربه کاره جنګیالي هم وژل شوي دي.
دوی د خپلو وژل شویو جنګیالیو نومونه عدنان بلوڅ او یاسر بلوڅ ښودلي دي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې، چې د تاند په شمول یې بیلابیلو رسنیو ته استولې، ویلي چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې، د بلوڅ ازادۍ پوځ جنګیالیو له نوشکي څخه پنځه کیلومتره لرې په قادر آباد سیمه کې د پاکستاني پوځ په کاروان برید وکړ چې په ترڅ کې لږ تر لږه څلور نور پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم دي.
له دې جلا نن په خیبر پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان او کراچۍ کې د بېلابېلو بریدونو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نور په لاندې خبر کې:
پاکستان کې د وسله والو بریدونو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
پاکستان بدبخته ټول عمر د افغانانو د وژلو تجارت روان کړی وه. اوس يې په کور کې دا حال دی. فاعتبرو یا اولي الابصار
to balooch libration army;
YOU DID GOOD JOB.
EXCELLENT.
FIGHT FOR FREEDOM
VICTORY IN THE NEXT