پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د تصوف له نظره نفس | رحمت الله ساپی

د تصوف له نظره نفس | رحمت الله ساپی

لنډیز:

د نفس تعریف ستونزمن کار دی، خو په تصوف کې تر ډېره د انسان هیلو، رغبت او غوښتنو ته نفس ویل شوی دی. نفس پینځه یا هم اووه ډولونه لري، چې اماره نفس پکې تر ډولو خطرناکه نفس دی، چې په بدیو امر کوي. په تصوف کې که چا خپل نفس قابو کړ، نو نوموړی فلاح ته رسېږي، خو که په چا نفس زور وکړ، نو د تصوف مدارجو ته نه شي نږدې کېدلی. په تصوف کې نفس له شیطان سره مقایسه شوی دی، چې تل په بدیو امر کوي، خو که نفس د ذکر په واسطه وروزل شي، نو مطمینې درجې ته رسېږي. په تصوف کې نفس سپي سره تشبیه شوی دی، چې هر وخت انسان ته په کمین کې وي، نو انسان ته بویه چې د هغې په مقابل کې بیداره وي.

کلیدي کلمې: تصوف او نفس.

سریزه:

نفس د تصوف او عرفان څټه جوړوي. هغه صوفي او عارف چې خپل نفس تزکیه نه کړي، یعنې په خپل نفس لغته کښېنږدي، په دې مسلک کې پاتې راغلی وي. عارفان او صوفیان د ذکر او د خدای یاد له لارې خپل نفس تزکیه کوي. دا خو هم ټولو ته ښکاره ده چې هر چا چې خپل نفس( ځان) وپېژنده داسې وبویه چې خپل خدای یې و پېژنده. تاسو به اورېدلې وي چې علماوو نفس په څو ډولو وېشلی دی: چا درې ډوله، چې قران ګریم کې هم دې موضوع ته اشاره شوې ده او چا پنځه ډوله وېشلی دی؛ زما په نظر نفس خو هماغه نفس دی، خو بڼې یې بدلېږي:لکه؛ د د کتابچې ورقې کله چې دننه کتابچه کې وي پاکې او مطمینه وي، خو کله چې د کتابچې نه جدا شي او ورباندې خاورې او دوړې ونښلي نو موږ ورته کثافت وایو نه پاکې ورقې. انسان اول کې پاک پیدا کېږي دا وروسته دی چې ځان او خپل نفس شیطان ته تسلیموي. نفس هېڅکله انسان ته سمه لاره نه ښایي، مطلب د اماره نفس استاد او لارښود شیطان دی. دا به مو ډېر اورېدلې وي چې د هر انسان نفس بغض، کینه او نور خراب صفات لري، خو رسول مقبول له دي نه خلاص وه ځکه چې د هغې نفس څو وارې پرېولل شوی وه؛ خو ددغو توکو پالونکې موږ یو او همدارنګه تحریک کوونکی یې شیطان دی. زه په دې څېړنه کې غواړم چې د تصوف له نظره نفس وڅېړم او همدارنګه په بڼو او اثراتو یې وغږېږم.

نفس:

نفس د انسان په ځان یا ذات اطلاق کېږي او د روح، هوا، هیلې، رغبت او غوښتنې په معنا هم راغلی دی. نفس د یو شي په نامه هم راغلی دی؛لکه:(النفس) یو څیز او دغه څیز هغه څوک دی، چې د غږ کوونکې په ځواب کې ووایي چې هو.

نفس د تصوف او عرفان بېخ جوړوي. نفس د تصوف د دروازې کلي ده، چې صوفي د هغې د تزکیې او روښانولو کې هڅه کوي. دغه هڅه بېځایه هڅه نه ده، بلکې مکافات لري؛لکه: په قران کریم کې راځي ((قد افلح من زکها وقد خاب من دسها)) ( الشمس ۹- ۱۰). ترجمه: په ریښتیا چې کامیاب شول هغوی چې خپل نفس یې پاک کړ او ډېر زیان یې وکړ هغوی چې خپل نفس یې فاسد او تور کړ. د نفس تزکیه د سالکانو مهمه طریقه ده که یو سالک خپل نفس تزکیه نه کړي ، نو د نوموړې د غورځېدو سبب کېږي او ولایت مقام ته نه رسېږي. د نفس تزکیه کولو نه وروسته د باطن ښایسته کول دي، تر څو سالک په خپلو مدارجو کې لوړ شي، خو دا دومره اسانه خبره نه ده.

انسان کولی شي چې د نفس غوښتنې مهارې کړي، خو دا په قرآن او نبوي احادیثو باندې په عمل کولو باندې لاسته راځي. ددې غلبې اولنی پړاو توبه ده، خو مهمه دا ده چې دا توبې ته دوام ورکړي او په عمل کې یې ثابت کړي. که انسان غواړي چې د نفس په مقابل کې کامیابه شي نو باید د نفس غوښتنو په وړاندې په کلکه ودرېږي او مقاومت وکړي.

سالک باید په طاعت باندې خپل نفس وروزي، تر څو حق الیقین ته و رسېږي. هغه وخت دده په ایمان باندې هېڅ شی ناوړه اغېزه نه شي کولي او دې ته پکار ده چې افراط او تفریط نه ځان وساتي.

علماوو نفس ته بېلابېلې مرتبې ورکړې دي، چا درې، چا پینځه او چا اووه. شیخ محمد امین کردي په (تنویر القلوب) کتاب کې لیکلي دي چې نفس اووه مرتبې لري: اماره، لوامه، مطمینه، ملهمه، راضیه، مرضیه او کامله، دلته یې هر یو راوړو.

اماره: دغه نفس حیواني رغبت لري او ددې لپاره ورته اماره وایي چې انسان بدو خوا ته رهبري کوي، په دي هکله مبارک ایت دی.(( وما ابری نفس ان نفس لاماره بالسوه)) ژباړه: خپل نفس له ملامتۍ نه خلاصوم، ځکه چې د بدۍ خوا ته امر کوونکی دی.

لوامه: دا هغه نفس دی چې انسان د ګناه کولو او شر کولو په وخت کې منع او ملامت کوي او توبې خوا ته یې راکاږي. په دې اړه قرانکریم کې راغلې دي((لا اقسم بیوم القیمه ولا اقسم بالنفس اللومه)) ژباړه: قسم یادوم د قیامت په ورځې او قسم یادوم په ملامت کوونکې نفس باندې.

ملهمه: ملهمه هغه نفس دی چې د فجورو او تقوا ترمنځ توپیر کوي، لکه په قرانکریم کې چې راغلې دي((ونفس و ما سوها فالهمها فجورها و تقوها)) ژباړه: او قسم دی په هغه نفس او په هغه ذات چې هغه یې برابر او بشپړ کړی دی او بیا یې هغه پوه کړی دی، په بدیو او پرهېز ګارۍ باندې.

شیخ محمد امین کردي مطمینه، راضیه او مرضیه درې واړه یو ځای راوړې دي، دا هغه نفسونه دي چې له خپل پروردګار څخه راضي او خدای له دوی څخه راضي دی. الله تعالی فرمایي(( یایتها النفس المطمینه ارجعي الی ربک راضیه مرضیه)) ژباړه: ای آرامه نفسه رجوع وکړه خپل پروردګار ته، په داسې حال کې چې هم ته خوښ یې او هم پروردګار له تا څخه خوښ وي.

کامله نفس: دا خاص د انبیاوو او کاملانو پورې اړه لري.

نفس د لطایفوو له جملې څخه دی او د ځینو په نظر په څلورو عناصرو باندې ور اضافه شوی دی. څلور عناصر دا دي: اوبه، خاوره، هوا او اور. د نفس لطیفه په ذکر کولو سره تزکیه کېږي. نفس لکه د ماشوم په څېر دي که پرېښودل شي او له تي نه جدا نه شي نو تر ځوانیه پورې به تی رۍ. د نفس هلاکت کبر او غرور خوا ته د هغې کږېدل او د خپل صفت اورېدل دي.

شیخ عبدالقادر کیلاني وایي چې اماره نفس دوه حالته لري یو نیکمرغي ده او بل شقاوت او تکلیف. کله چې انسان ته څه زیات ورسېږي او نعمتونه ورباندې زیات شي نو کبر او غرور یې پسې واخلي او کله چې تکلیف ور ورسېږي نو ناشکري وکړي. خدای وایي(( کلا ان انسان لیطغی ان را ستغنی)) ژباړه: په رښتیا سره انسان له بریده وځي، کله چې پوه شي بډای شوی دی. نو د نفس تزکیه د صوفي یو له مهمو موخو څخه دی.

د خدای او نفس ترمنځ عهد:

انسان د طبیعت مخلوق دی او په طبیعت کې لوی او پورته ځای لري، ددې لپاره چې د ټولو مخلوقاتو په منځ کې تنها انسان کې خدای خپل روح زغلولی دی. روح انسان ته دا امکان ورکړ، چې خپل نفس نه خبر شي دا هغه مزیت دی چې نور مخلوقات یې نه لري. په دې توګه په دې طبیعت کې چې څومره مخلوقات دي نباتات، حیوانات… په دوی کې تنها انسان دی چې خپل نفس نه خبر لري او هغه رهبري کولی شي.

داسې ویل کېږي چې انسان ته هغه وخت دا ممیزه ورکول شوه، کله چې انسان د ځمکې پر روی خلیفه شو. په الاحزاب سوره کې راځي ژباړه(( موږ دغه الهي بار او تکلیف ځمکې، اسمانونو او غرونو ته وړاندې کړ، هغوی ونه مانه او ترېنه ووېرېدل، خو انسان دغه بار و مانه))

دغه بار منل په اصل کې خدای سره عهد او پیمان وه،په الاعراف سوره کې راځي:ژباړه(( او کله چې ستا پروردګار د آدم له شا نه د هغې اولادان پیدا کړ او ورته یې وویل چې زه ستاسو رب نه یم؟ هغوی وویل هو یې. په دوی مو ګواهي ورکړه تر څو د قیامت په ورځ ونه وایي چې موږ خبر نه وه)) ددغې عهد په اساس انسان په ځمکه کې د خدای خلیفه دی او د طبیعت بار یې منلی دی.

د نفس او د نفس پیدا کوونکې ترمنځ اړیکه:

د امام غزالي په عقیده دغه اړیکه د عبادت په واسطه ټینکېږي. د عبادت په واسطه د نفس او د هغې خالق ترمنځ اړیکه برقرارېږي او دغه اړیکه په دوو لارو تر سره کېږي: د معرفت او ممارست له لارې. څوک چې د خدای ارادې ته تسلیمېږي، کوښښ کوي چې د وحې په دستور د شریعت هدایت نه ځان خبر کړي او معرفت څخه یې په خپل عملونو کې کټه پورته کړي.

معرفت:

د غزالي په عقیده د معرفت او علم نه باید د دین اصولو ته د رسېدو لپاره کټه پورته شي او د دین اصول باید تنها د ایمان لپاره قبول نه شي. د دین اصول دا دي: د خدای په یووالې عقیده لرل، په دې ایمان لرل چې خدای پیغمبران ددې لپاره ولېږل، تر څو خلک نیکې لارې ته دعوت کړي او په دې عقیده لرل چې محمد(ص) آخرین پیغمبر دی؛ په دې عقیده لرل چې قرآن د خدای اخرینه وحيه ده او په دې عقیده لرل چې د مرګ نه وروسته ژوند شته او خدای به خپل بنده ګان د هغوی اعمالو پر اساس مجازات او مکافات کوي.

عملونه:

د علم اولین دستور معرفت او دویم یې عمل دی، یعنې چې د یو چا معرفت حاصل شو نو هغې ته ښایي چې عمل وکړي. او د عمل نه مطلب د اسلام پر بناوو باندې عمل کول او هغې ته تسلیمېدل دي. هغه مومنان چې د خدای ارادې ته تسلیم شوی دي او د خدای نه مرسته غواړي په دې کار باندې اقدام کوي. د هغه چا لپاره چې دا لوی بار یې ومانه او پر ځمکه باندې د خدای خلیفه شو تنها معرفت بسنه نه کوي، الهي روح د ټاکنې، تمییز او وجدان پاللو ظرفیت هم لري. هغه عملونه چې په معرفت ولاړ دي پر نفس تکیه کوي. د دین ستنې دا دي: لمونځ، روزه، زکات، حج، په نېکي امر او د بدي منعه او جهاد، چې لوی جهاد د نفس سره جهاد دی.

په دغو عبادي اعمالو عمل کول چې د خدای مرسته هم انسان سره وي، یو لړ مثبت خصوصیات انسان کې پیدا کوي؛لکه: عفت، شهامت، حکمت او عدالت. دغه انسان کولی شي د منفي خصوصیاتو؛لکه: خشم، وېره( بغییر د الله نه)، بزدلي، شهوت، حسد، جهل مرکب( د خپل نا اګاهي ناخبري) او د وجدان انکار( پوهېدل خو ځان په ټکي وهل) نه لرې والی وکړي.

نفس د انسان دښمن دی!

دا به مو ډېر اورېدلې وي، چې نفس هېڅکله هم انسان ښو خوا ته نه دعوت کوي،البته اماره نفس؛نو کله چې یو څوک او یا هم یو څیز انسان بدې خواته رهبري کوي نو هغه د انسان دښمن بلل کېږي. نفس خپله دښمني د زمان په اوږدو کې پاللې ده او لا یې پالي، خو موږ ته ښایي چې بیداره اوسو او خپل دښمن ته قوت او پرورش ورنکړو. حمید بابا وایي:

پرورش د نفس په کار ندی حمیده
د دښنه سره څوک نه کا تولا
(۱،۲۱۴)
نفس ته چې څومره وخت ورکړې هغومره درباندې غالبه کېږي.په دې برخه کې غفلت د سالک د تباهۍ سبب کېږي. میرزا خان انصاري وایي:

د غفلت له رنځه ولې نه کړې کرکه
ای عجب په صورت لوی په زړه هلکه
لور په لورې د هوس په نغوته ځغلې
دا خالي ګمان دې دروند په یقین سپکه
(۲،۳۱)

موږ په فارسي کې وایو چې(( بګیرش که نکیرید)) نفس سره هم دا جل او ول په کار دی. میرزا خان انصاري وایي:

که په نفس اماره دې بری بیا موند
ستا په نزد فتحه دغه ده لویه سوبه
په زارۍ په عاجزۍ یې ایمن مه شه
هر څو سر پورته کوي باندې یې کوبه
ته فرصت د پاڅېدو و ده ورمه کړه
په وینا کې که ډېر وایي توبه توبه
(۲،۳۱)

تقریبا موږ ټول د جهاد نه دا تصور لرو، چې د خدای په لاره کې جد، جهد او قرباني ورکولو ته جهاد وایي او موږ ورته په ډېره درنه سترګه کورو، خو لوی جهاد د نفس په مقابل کې دی. میرزا خان وایي:

د مردانو کار له نفسه سره جنګ دی
د هلک په دود یې مه غواړه په لوبه
(۲،۳۱)

علی محمد مخلص د مرد لاپه ګرد او هبا ګړني تر څو یې چې د نفس توغ پورته وي. نوموړی داسې وایي:
د نفسک توغ یې رافع وي ګرد هبا ده د مرد لاپه
چې یې روح عزیز نوس خوار دی روح عیسی نوس یې حمار دی
(۲،۳۸)
د پیر روښان په مقامونه کې د طریقت مقام کې پر سالک د څلورو عالمونو پېژندل دي. چې د نفس او شیطان عالمونه په یو ردیف کې راغلې دي، یعنې دغه دواړه عالمونه انسان د دنیا په جارو مصروفوي.

پایله:

د پایلې په توګه ویلی شو چې نفس هېڅکله انسان ته په ښو امر نکوي او د شیطان ملګری دی، البته دلته زموږ مطلب اماره نفس دی. خدای انسان ته د تمییز او انتخاب شعور ورکړی دی او ټول انسانان په اوله کې پاک پیدا کېږي، یعني نفس مطمینه یې قوي وي؛ خو دا وروسته دی چې انسان خپله لوری ټاکي او هر قسم نفس یې چې وپاله هماغه ورباندې زوری کوي. کله ـ کله انسان په عین وخت کې چې مطمینه نفس یې قوي وي، خو بیا یې هم اماره نفس تېر وباسي تاسو په داسې کیسې ډېرې اورېدلې وي، چې یو بزرګ سړی خپل نفس مغروره کړې وي او د لارې نه یې کاږلی وي؛ نو نفس داسې څیز دی چې هېڅکله باید د هغې په وړاندې غافله ونه اوسو. زه دلته د حمید بابا هغه بیت بیا تکراروم چې وایي:

پرورش د نفس په کار نه دی حمیده
د دښنه سره څوک نه کا تولا

ماخذونه:
۱- حبیبي، سراج احمد.(۱۳۹۹).عرفاني ادبیات.دویم چاپ.کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
۲- مومند،صلاح الدین.(۱۴۰۱). د روښاني پړاو منظوم متون.
۳- نقشبندي،علا الدین.(۱۳۸۹). د تصوف حقیقت او د نقشبندیه طریقې یو بحث. دري ژباړن: بها الدین بها. پښتو ژباړن: محمد بشیر دودیال. لومړی چاپ. مومند خپرندویه ټولنه.
۴- حق، آمبر؛ محمد، یاسین.(۱۳۹۰). علم النفس از دیدګاه دانشمندان اسلامي. ژباړن: مهدی ګنجی. خپروونکې: نشر ساوالان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب