جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهملا هبت الله: د شرعي قبالو وېش دې بیرته پيل شي

ملا هبت الله: د شرعي قبالو وېش دې بیرته پيل شي

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )   د طالبانو چارواکي وایي، چې مشر یې شیخ هبة الله  اخندزاده سترې محکمې ته د شرعي قبالو د وېش پيلولو امر کړی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د هبت الله اخندزاده له قوله لیکلي: (دا چې له وخته په افغانستان کې قبالې محاکم ورکوي او په کاغذي بڼه یې ورکوي نو اوس دې هم ستره محکمه د قبالو توزېع شروع کړي او په کاغذي بڼه دې په هغه ورقه باندې ورکوي، چې د سترې محکمې له لوري ورته جوړه شوې ده.)

هغه زیاته کړې: ( د برېښنايي قبالو ورکړه دې تر هغه وخته پورې معطله وي ترڅو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم نه وي جوړ شوی؛ البته که په خپله خوښه کوم چا وروسته کاغذي قباله برېښنايي کوله هغه یې کولای شي، د قبالو توزېع دې فعلاً په مرکز کابل او د ولایتونو په مراکزو کې پیل شي).

 دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري نظام پر مهال د قبالو د بريښنایي کیدو هڅې چټکې او په ځینو ولایتونو کې یې عملاً وېش پيل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...