جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسره صلیب او نړیوال روغتیایي سازمان د افغانستان روغتیایي وضعیت د اندېښنې...

سره صلیب او نړیوال روغتیایي سازمان د افغانستان روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )   د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې ارقام لا هم د خواشینۍ وړ ګڼلي دي.

دغه سازمان په دې تړاو په خپرو کړو ارقامو کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال کې د اټکل پر بنسټ، په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ مړینې له امله مري.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په پاتې میاشتو کې په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي اړتیاو د پوره کولو لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د نسايي او ولادي ډاکټرانو دټولنې مشره ډاکټر نجم السما شفاجو وايي، د وروستيو شمېرو له مخې په افغانستان کې په هرو سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ ميندې او ۲۲ ماشومان مري.

له دې سره، د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې نږدې نېمایي افغانان له روغتیایي اسانتیاوو او همدومره نور کافي خوړو ته له لاسرسي محروم دي.

سره صلیب بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ځینو رابورونو کې د افغانستان له ۳۵ لویو روغتونونو سره د سره صلیب د مرستو د ودریدو خبرونه ورکړل شوي وو.

افغانستان په داسې حال کې، چې ورځ تربلې پکې  د فقر شدت زیاتیږي، نړیوالې بشري مرستې ورسره په کمیدو دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د افغانستان لویه برخه مرستندویان غربي هېوادونه دي او د هغوی د مرستو د دوام شرط دا دی، چې طالبان باید د ښځو حقونه تامین کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب