په اصل کې رڼا له اوو رنګونو څخه جوړه ده چې عبارت دې له: سور، نارنجي، ژیړ، زرغون، شین، نیلي او یاسمني رنګونه دي. خو په دې رنګونو کې ځیني رنګونه په هوا کې ژر خپریږي او ځیني رنګونه په هوا کې ژر نه خپریږي.

په ټوله کې موږ د ورځي فضا په ژیړ او آبي رنګونو کې وینو. دا ځکه چې د سور، نارنجي، شین، نیلي او یاسمني رنګونو ذرات ژر نه خپریږي او څپي یې هم اوږدي وي. د فزیک پوهانو له نظره، آبي رنګ ۱۰ ځله تر سور رنګ ژر خپریږي.

همدارنګه آبي او ژیړ رنګونه تر نورو رنګونو هم ژر او په چټکۍ سره خپریږي. له همدي امله موږ ډېری وخت د رڼا یا نور یوازي آبي او ژیړ رنګونه تشخیص کولای شو. د ورځي له مخي فضا هم په آبي او ژیړ رنګونو کې وینو.

خو کله کله بیا هیڅ ژیړ او شین (آبي) رنګونه نه وینو، برعکس د هغه سور رنګ ډېر په فضا کې وینو. د دې دلیل دادی، د ژیړ او آبي رنګونو څپې لنډي دي، خو برعکس د سور رنګ څپي اوږدي دي. نو له همدي کله چې لمر له ځمکی څخه لرې کیږي نو د آبي رنګ څپي نه رارسیږي او یوازي د سور رنګ څپي رارسیږي.

په ټوله کې آبي او ژیړ شفاف رنګونه دي، ژر لیدل کیږي او ژر تشخیص کیږي. په ځانګړي توګه ژیړ رنګ خو بیخي له لرې واټن څخه تشخیص کېدلای شي. په هغو ارګانونو کې چې د شفافیت په موخه کار کوي، ډېری وخت له ژیړ رنګ څخه کار اخلي.