جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالب چارواکي ادعا؛ بهرنۍ موسسې د افغانستان چور چپاول ته راغلي

د طالب چارواکي ادعا؛ بهرنۍ موسسې د افغانستان چور چپاول ته راغلي

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )  په داسې حال کې، چې یو شمېر طالب چارواکي او عام افغانان ورځ تر بلې له نړیوالو موسسو د مرستو زیاتیدو غوښتنې کوي، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستیال قاري محمدیونس راشد دغه موسسې د افغانستان په چور او چپاول تورنې کړې دي.

نوموړي په پکتیا پوهنتون کې محصلینو ته د غونډې پر مهال ویلي: «بهرنۍ موسسې افغانستان ته د چور، چپاول او تالان لپاره راغلي. دا ډېر د تاسف ځای دی چې دوی څه موده وړاندې وويل چې واک ته امارت له رسېدو راوروسته مو دوه ميليارده ډالره مرسته افغانستان سره کړې. زه که قسم وکړم چې په دوه زره ميليونه کې يې دوه سوه ميلونه هم نه وي مصرف کړې، نورې ټولې په هغو شيانو مصرفوي چې يا بې‌ګټې دي او يا هم زموږ ولس ته په معنوي لحاظ زيان رسوي.»

دغه طالب مقام نه دي ویلي، چې دغه ادعا د کومو اسنادو او دلایلو په اساس کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو اقتصاد وزارت مخکې د ټولو موسسو د فعالیتونو د ارزونې خبر ورکړی او ویلي، چې د دوی له جواز، همغږۍ او حساب پرته هېڅ موسسه د فعالیت حق نه لري.

د طالبانو یو شمېر منتقدان باور لري، چې دوی حکومتولۍ، نړیوالو موسساتو او هر څه ته له وروسته پاتې مدرسه یي او قبایلي لیدلوري ویني، چې دا لیدلوری یې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره د واټن زیاتیدو یو مهم لامل دی.

2 COMMENTS

  1. لازمه نه وه چى داخبره په عامه وکړى ،دبلى خوامګر داخبره ستاسى څخه پټه ده چى مٶسسات پر تجملاتو اوبى معنى مواردو څومره مصارف کوى آيا تاسى نه ياست خبر اوکه جزيا ت غواړى ،خودغه کمه اندازه مرسته هم دبيچاره اولس سره غنيمت ده٠

  2. اصل کی مؤسسات د افغان بودیجی څخه او یا د افغانانو له امکاناتو څخه نه تمویلیږی ، دوی له بهر څخه پیسی راوړی او افغان بودجی ته ټکس او مالیه ورکوی او خلکو ته یی کار پیداکړی ، نو اصال کی دوی چور او چپاول ندی کړی بلکه د مرستو قدردانی یی باید وشی . هغه خلک ته باید چور او چپاول وویل شی ، چه د افغان بودیجی او امکاناتو څخه معاش اخلی او بیا یی خارج ته خپلو کورونو ته استوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب