جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو او په خپله خوښه...

له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو او په خپله خوښه ستنیدو لړۍ چټکه شوې

تاند: (چار شنبه، د وږي ۸ مه )   د طالبانو د کډوالواو بېرته راستنیدونکو وزارت ویلي، چې له ایران څخه په هره ورځ تر دولس سوو پورې کسان هېواد ته ستنیږي.

د وزارت په یوه اعلامیه کې تایید شوې، چې د دې ستنیدو تر شا د کډوالو خپله خوښه او هم جبري ستنول رول لري.

دغه وزارت پرون (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روانې سنبلې له لومړۍ تر اوومې پورې څه باندې ۸۵۰۰ کډوال هرات او نیمروز ولایتونو ته راغلي دي.

ایران وايي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال دغه هیواد ته په غیر قانوني ډول ورغلي دي.

له دې سره، په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د ورځ تربلې ناوړه چلند سره د مخ کیدو شکایت کوي.

د طالبانو چارواکو افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ لا هم له هېواده د زرګونه افغانانو د وتو خبرونه ورکول کیږي.

خلک شکایت لري، چې طالبانو واک انحصار کړی، ښځینه یې له زده کړو او نږدې ټولو فعالیتونو منع کړي، خپل مخالفان او منتقدان ځپي او له دې سره اقتصادي او بشري ناورین یې له هېواده د وتو سبب کیږي.

طالبان بیا په دې برخه کې پر دوی تورونه بې اساسه بولي او له بهر ته تللو افغانانو هم د بیرته ستنیدو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب