جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

…….په تیر پسي

د باران د اوبو د راټولولو طریقې:

  1. د ځمکې د سطحې د شکل ورکولو یا د سطحي د بدلون او سمون میتود:

په دې میتود کې، ساختماني، کیمیاوي او مصنوعي مواد  نه کارول کیږي، او یوازې هڅه کیږي چی د ځمکي د خاوري په معمولي ټپک کولو سره د ځمکي لاندي قشر ته د اوبو د فلتر او جذب مخنیوی وشي  او په دي ترتیب د باران اوبه د ځمکي په سطحه جریان پیدا کړي، دا طریقه اکثره وخت د زارعتي ځمکو د خړوبولو دپاره کارول کیږي په دي طریقه کي د تحت الارضي اوبو تغذیه یا د ځمکي لاندي تل ته د اوبو تذریق په پام کي نه نیول کیږي بلکه هڅه دا وي چي د باران اوبه د ځمکي لاندي قشر ته فلتر نشي او د باران راټول شوي اوبه مستقیما فصل یا نبات ته ورسول شي.د ځمکي د سطحي د بدلولو په طریقه کي د آبګیر د ساحی  پورتنی برخه یعني Upstream  ټپک کوي او د ټپک په وخت کي ځمکي سطحي  ته میلان ورکوي تر څو د فلتریشن مخه ونیول شي او اوبه د آبګیر د ساحي ښکتني برخي ته  یعني  مطلوبي زراعتي ځمکی خواته جریان پیدا کړي دا میتود اکثرآ په هغو سیمو کي ښه کارنده ده چي د اورښت یا باران مقدار او اندازه پکي کم مګر شدد د باران زیاد وي.

  1. د کوچني خندقونو (ډنډونو) د کیندلو طریقه:

د باران او واوري د اوبو د زخیره کولو لپاره د کوچنیو ډنډونو جوړول یا خندق کیندل  یوه آسانه او ساده لاره ده افغانستان غوندي یو هیواد کي چي خلک يی لوړ اقتصاد نلري او حکومت اړین خدمات نه ارایه کوي د کوچني ډنډنو جوړولو د لاري کیداي شي چي د باران اوبه راټول او د ضرورت په وخت کي تري ګټه واخیستل شي  خلک باید د خپلو کورونو حویلی، ښوونځیو دفترونو صحن باید داسي جوړي کړي چي هیڅ اوبه بهر او لښتیو ته ونه بهیږي بلکي ځای پر ځای باید جذب شي، د کلي په سطحه  د یو خندق کیندل  او د ټول کلي اوبه به هلته را جمع کول کولي شي د تحت الارضي اوبو په تغذیه او ریچارج کي د پام وړ تاثیر ولري همدا ډول د هوا د رطوبت په ساتلو کي او د حیواناتو د څښاک دپاره تري کار اخستل کیدلي شي زمونږ په هیواد کي له پخوا زمانو دا عرف وو چي خلکو به د باران او واوري د اوبو د زخیره کېدو لپاره کندي کښلي او په هغه کي به یې اوبه او واوره راټولولي، اوس هم کولای شو چي له همدې لارو کار واخلو. د خندق او کندي د کیندلو یو ښه والي دا دی چي د خندق کیدلو دپاره پیشرفته وسایط او ساختمانی صنعتي موادو ته اړتیا نه لیدل کیږي بلکه د ساده وسایطو په واسطه لکه بیلچه، کلنګ، کراچي او زنبیل په واسطه هم خندق کیندلی شو. د باران د زمرمي دپآره خندق یا کندي په لاندي شکلونو جوړیدلي شي

 V شکله ډنډ
کنتوری ډنډ
نیمه دایروی ډنډ
ذونذنقهیی  ډنډ

V ډوله کوچنی ډنډونه (کندي):

وي ډوله کندي  د ساده سا ختمان لرونکی وی چی ابعاد یی 25-50 سانتی مترمربع په حدودوکی وی د پولو لوړوالی یی د ساحي په میلان پوری تړلی. د کندي یا ډنډ ژور والی باید له 0.5 سانتی مترو پوري وي، V  ډول ډنډونه هم د نیالګیو لپاره اوبه برابری وی  او هم دخاوری د ویجاړتیا څخه هم مخنیوی کوی.په لویو دښتو کي دا ډول کوچنیو کندو جوړول ډیر موثر ثابت شوی دغه ډ‌ول کندي په صحرا او دښتو کي د ونو د ایښودو له لیاري د نباتي پوښښ  د ایجاد دپاره ډیره کارنده طریقه ده په داسي ډول چي د هري کوچني کندي سره یوه ونه ایښودل کیږي اوس وخت کي د هندوستان په ډیرو سیمو کي دا چاره عامه شوي ده.

کنتوري ډنډونه (کندي):

 کنټوري کوچنی ډنډ داډول ډنډونه ډیر ساده سا ختمان لری، د ا ډول ډنډونه د (وی) ډوله ډنډونو په نسبت اقتصادی تما میږی . د دی ډول ډنډو کو لپا ره لاندی ساحوي شرایط په پام کي نیول کیږي  د ځمکي کر نیزه خاوره باید د ۱.۵-۲ متره ژوروالی په اندازه وی د سیمی میلان د ۵٪ څخه کم وی د ساحي توپوګرافی باید همواره وي، لوړوالی او جیګوالی ونه لری دا ډول ډندونه هغو سیمو کي چي د اورښت کلنی اند ازه د ۷۵۰-۲۰۰ ملی متره پوری وی حفر یا کیندل کیږي……….

نور بیا


د دې لیکنې لیکوال عبدالسمیع واحدي د هایدرولیکي ساختمانو متخصص دی.

د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب