Home+د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

د باران د اوبو راټولول | عبدالسمیع واحدي

وچکالي یوه طبیعي پدیده او نړیواله معضله ده چي مخنیوی يي د انسان د وس کار نه دی، خو دا د حکومتونو  دنده جوړیږي چې وچکالي په داسي ډول مدیریت یا کنټرول کړي چي د زیانونو کچه يي حد اقل ته ورسیږي او د خلکو په ژوندانه يې منفي اغېزې ډیرې لږ وي.

مخکي له دې چې په  افغانستان کي د وچکالي په وجه رامنځته شوی بحران لا پیچلي او اعظمی حد ته ورسیږي او د خلکو جمعي مهاجرتونه، چې لا له مخکي نه پیل شوي، له کنتروله ووځي لازمه ده چي په خپله لاس په کار شو دا که د حکومت په کچه وي یا د ولس (ټولیزه) یا د مختصص او مسلکي کسانو او یا د عامو خلکو فردي هڅي وي باید ګړندي شي او یو ولسي سرتاسري مبارزه پیل شي.

د و چکالۍ د زیانونو د کچي د کمولو یوخ ښه ساده طریقه د باراني اوبو د رآټولولو یا جمع کولو طریقه ده. د باران د اوبو راټولول په ډیر ساده او ابتدايي وسایلو هم کیدلي شي او دا کار په اشر یا ګروپي شکل هم تر سره کېدای شي.

کله چي د موسمي اورښتونو کچه لږ او اوقات يي نامنظم او ګډوډ وي د باران د اوبو راټولول یوه اړینه او ارزښتناکه موضوع ده ځکه دا د وچکالۍ د زیانونو د کچي په کمولو کي ډیر مهم رول لوبوي. د باران د اوبو راټولول او کارول شاوخوا څلور زره کاله پخوانۍ تاریخ لري. د دښتو پخوانیو اوسېدونکو د باران اوبه د غرونو د سطحې په برابرولو سره راټولولې او د کرنې لپاره یې بل ځای ته لېږدولې.

په ټولیز ډول، د باران د اوبو راټولول په ځانګړې توګه د هغو سیمو او شرایطو لپاره مناسب دي چې د اوبو نورو سرچینو ته لاسرسی نه وي او  یا د لاندې دلایلو له امله اقتصادي نه وي.

د اوبو د نورو سرچینو نشتوالی

په هغه ځای کې د اوبو نشتوالی

د اوبو د نورو سرچینو لرې والی

اوبو په نورو سرچینو تر حده زیات لګښت راتلل

د اوبو د منابعو مالګینتوب: 

په کوم سیمو کي چي د اوبو د مالګینتوب کچه دومره زیات وي چې د څارویو او انسانانو له خوا يې د مصرف ممکن نه وي، او د ځمکي د خړوبولو سره حتی د ځانګړو تخنیکونو په کارولو سره، د خاورې د لا زیات مالګین کیدو لامل شي.

د باران د اوبو د راټولولو په برخه کي لازمه ده چي تر هر څه دمخه د ساحې ځانګړتیاوې په پام کي ونیول شي، د ساحي د ځانکړتیاو په برخه کي لاندي ټکو ته توجه وشي.

  1. د سیمې اقلیمي ځانګړتیاوې لکه باد، د لمر وړانګې، د هوا د تودوخې درجه، کلنی اورښت، د باران د وریدو ټاکلي وختونه (موسمي ورښتونه)، او داسې نور.
  2. سیمه کي د خاورې نوعیت، په ځانګړې توګه خاوره کي د اوبو د نفوذ وړتیا، د هغې په سطحه د اوبو جریان، او د خاورې د تخریب ظرفیت.

 

  1. د ساحې توپوګرافي، په دې حالت کې، په ځانګړې توګه د ساحي میلان او د اوبو د جریان جهت یا لوری په پام کي نیول کیږي.

 

  1. د سیمې نباتي پوښښ، د باران اوبه د وچې ځمکې په سطحه په ډیره چټکۍ سره تیریږي یا د وچې ځمکې څخه په ډیر سرعت سره تیریږي. تر دي چي د 50 مربع کیلومتره مساحت سره په حوزه کې 10 ملی متره باران کولی شي د سیلاب لامل شي په همدي سبب د سیمي د نباتي پوښښ د ساحي پراختیا یوه مهمه موضوع ده چي باید په پام کي ونیول شي.

د باران د اوبو د راټولولو سیسټمونه په 3 عمده ډولونو ویشل شوي:

  1. د زراعتي محصولاتو د تولید لپاره د ځمکي د نم او رطوبت ساتنه، د اوبو او خاورې محافظت.
  2. د سطحي اوبو د جریان متمرکز کول، د کورنی اهلي او وحشي حیواناتو د څښاک او کر کیلي  لپاره.
  3. د کورونو د بامونو  او د سطحي اوبو راټولول او ذیرمه کول د کورنۍ مصرف او کرنې لپاره……..

نور بیا


د دې لیکنې لیکوال عبدالسمیع واحدي د هایدرولیکي ساختمانو متخصص دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...