شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+میټا کمپنۍ، د تریډز ټولنیزه شبکه رسماً فعاله کړه

میټا کمپنۍ، د تریډز ټولنیزه شبکه رسماً فعاله کړه

تاند- د فیسبوک او انسټاګرام اړونده کمپنۍ، میټا وايي چې د ایکس شبکې په وړاندې یې تریډز خواله رسنۍ رسماً فعاله کړې ده.

ویل کېږي چې میټا شرکت، چې فیسبوک او انسټاګرام هم ورپوري تړلي دي، تریډز له ایکس یا پخواني ټویټر سره د سیالۍ لپاره راایستلی دی.

د انسټاګرام ريیس اډم موسیري، چې د تریډز مشري یې هم په غاړه ده، پرون (پنجشنبې) وویل، تریډز ټکی نیټ اوس د ټولو خلکو لپاره پر لیکه دی.

حاضردمه د تریډز ټکی نیټ اپلیکېشن یوازې په اندرویډ او ایفون ټیلفونونو کې کار کوي.

میټا شرکت شاوخوا یوه میاشت پخوا د انسټاګرام کاروونکو ته بلنه ورکړې وه چې د دوی د نوې خواله رسنۍ، تریډز اپلیکېشن په خپلو موبایلونو کې ډاونلوډ کړي.

دې کار له تریډز سره مرسته وکړي چې په یو وار ډېر شمېر خلک د هغه اپلیکېشن ډاونلوډ کړي.

د تریډز یوه ویاند ویلي، زیار باسي چې د دې شبکې بڼه لا ښه کړي او د ویبپاڼې په بڼه نورې برخې هم پکې زیاتې کړي.

تریډز تراوسه د نړۍ په ډیرو برخو لکه اروپا کې لا فعاله نه دی خو میټا وايي چې ژر به دا شبکه درستې نړۍ ته وغځوي.

په اروپا کې میټا شبکه د معلوماتو د پټ ساتلو د قانون له خنډ سره مخامخ ده. اوس هم د ناروې په شان یو شمېر هیوادونو پر فیسبوک او انسټاګرام فشارونه زیات کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ناروې کې د شخصي معلوماتو د ساتنې اداره وايي، د سوداګري اعلانونو لپاره د کاروونکو له شخصي معلوماتو د کار اخیستلو د بندیز په خاطر د فیسبوک او انسټاګرام خاوند هره ورځ ۱۰۰ زره ډالره جریمه کوي.

د دې ادارې په وینا، د مټا شرکت د فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو ته د سوداګري اعلانونو د استولو د اړوندو مقرراتو سرغړونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب