شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهازبکستان: د قوشتیپې کانال په پرمختګ کې مرستې ته چمتو یوو

ازبکستان: د قوشتیپې کانال په پرمختګ کې مرستې ته چمتو یوو

تاند: (دوشنبه، د وږي ۶ مه ) د طالبانو د رژیم په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه کابل ته له راغلي ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د پانګوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء عمري په دغه کتنه کې وویل، چې افغانستان او ازبکستان له یو بل څخه متاثر هېوادونه دي او د کرنې په برخه کې د یو بل د تجربو په شریکولو ټینګار وکړ.

سرچینې زیاته کړې، چې عمري همدارنګه یاد پلاوي ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کاري برخو په اړه مالومات ورکړل او له هغوی څخه يې د اصلاح شويو کرنیزو تخمونو او د خوراکي تخمونو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف له افغانستان سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې همکارۍ ته د خپل هېواد د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې هېواد يې له افغانستان سره  د کرنې په ځانګړي ډول د اصلاح شویو غنمو او وریجو د کښت په برخه کې مرستې ته چمتو دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ازبکستان د اوبولګولو وزارت لومړي مرستیال عظیم جان نظروف هم د اوبولګولو او انرژۍ د څېړنې او تولید په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ازبکستان د قوشتېپې کانال د کارونو د پرمختګ او د افغانستان د خاورې په اړه د څېړنو په برخه کې مرستې ته چمتو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب